لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : وسله والو دپي ټي ائي دمقامي مشر پشمول پينځه کسان وژلي


دپوليسو دابتدائي راپور ترمخه بهټي دشخصي دښمنۍ په اساس وژل شوى
دپوليسو دابتدائي راپور ترمخه بهټي دشخصي دښمنۍ په اساس وژل شوى
راپورونه وائي وسله والو کسانو دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور اؤ قصور سيمې په سرحد دقصور ټول پلازې ترڅنگ دخالي په ماښام دپاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکى يو مقامي سياست دان مقصود احمد بهټي دخپلو دريوؤ شخصي ساتونکو سره وژلى دى، دغه پيښه کې يو لاروى هم وژل شوى.
دپوليسو دابتدائي راپور ترمخه بهټي دشخصي دښمنۍ په اساس وژل شوى، خو دپلټنو وروستو به په دغه اړه نور معلومات مخې ته راشي.
دقصور دډي پي او ترمخه نامعلومو وسله والو دپي ټي ائي دمشر دقصوردلليانه ټول پلازې ترڅنگ ډزې وکړې، هغه دخپلو دريوؤ شخصي ساتونکو سره په گاډي کې روان وؤ اؤ دډي پي او په قول پيښه کې څلور واړه کسان په موقع ووژل شول.
پيښه کې يو لاروى هم ژوبل شوى ؤ چې وروستو يې دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه، دمړو شوؤ کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره دلاهور جناح هسپتال ته وړل شوي دي.
دپوليسو دغه مشر وئيلي دي چې دغه پيښه دشخصي دښمنۍ نتيجه وه اؤ زياته کړې يې ده چې بهټي دگڼو خلکو سره تاؤتريخوالى لرلو.
په يوه بله پيښه کې دپي ټي ائي دښځو دځانگې دصدرې نيلم اشرف ځوې نعمان پخپل گاډي کې مړ موندل شوى دى، پوليسو دهغه مړينه خودکشي گرځولې، خو دنعمان کورنۍ وائي هغه وژل شوى دى.
دماډل ټاؤن ايس پي طارق عزيز وائي دکورنۍ دشک په اساس درې کسان نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG