لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ اولسن وائي امريکا به دپاکستان امداد نۀ ځنډوي


اولسن وويل کومه لاره چې دمقامي مظاهرينو لخوا تړل شوې دهغې په اړه امريکا دوفاقي حکومت سره تړون لري.
اولسن وويل کومه لاره چې دمقامي مظاهرينو لخوا تړل شوې دهغې په اړه امريکا دوفاقي حکومت سره تړون لري.
په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن دخيبرپښتونخوا په لاره افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامانونو وړونکو گاډو دلارې دپرله پسې تړل کيدو دکومې منفي اغيزې رامينځته کيدو امکان رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دلارې بندولو په ځواب کې به امريکا دپاکستان امداد نۀ ځنډوي.
پيښور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال رچرډ اولسن وويل امريکا افغانستان څخه دسامانونو دويستو لپاره گڼې لارې لري.
هغه وويل دنيټو دسامانونو دلارې تړل کيدل زمونږ په کارروائيو هيڅ اغيزه اؤ کردار نۀ لري ، ځکه چې دنيټو ځواکونه افغانستان ته دسامانونو دوړلو اؤ راويستو لپاره دسپلايۍ ډير لچکدار زنځير لري
امريکائي سفير دمقامي کاروباريانو اؤ ټرکونو دډرائيورانو په اړه انديښنه څرگنده کړه اؤپه قول يې دسپلايۍ دبنديدو له امله هغوي په افغانستان کې دايساف دځواکونو څخه زيات اغيزمن شوي.
اولسن وويل کومه لاره چې دمقامي مظاهرينو لخوا تړل شوې دهغې په اړه امريکا دوفاقي حکومت سره تړون لري.
دهغه وينا وه افغانستان څخه دسامانونو ويستو لپاره امريکا زياتې لارې لري اؤ دغه تش په نوم دلارې بنديدل به يې دکارروايۍ په لاره کې خنډ نۀ جوړيږي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دامريکا حکومت به دخيبرپښتونخوا په لاره دنيټو دسپلايۍ دبحالۍ لپاره نيغ په نيغه دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان سره رابطه کوي هغه وويل مونږ دهر هاغه چا سره رابطه کول غواړو، چې زمونږ سره رابطه کول غواړي، خو بايد داخلي مذاکرات وشي ، ځکه چې دا مقامي کاروبارونه اغيزمن کوي
دتيرکال دنومبر د٢٣مې نيټې څخه خيبرپښتونخوا کې واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف اؤ ددغه گوند دوؤ نورو ائتلافيانو جماعت اسلامي اؤ عوامي جمهوري اتحاد دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دډرون حملو له امله احتجاجاً دخيبرپښتونخوا درينگ روډ په مقام افغانستان ته دسامانونو وړونکو نيټو دټرکونو لاره بنده کړې اؤ عمران خان اعلان کړى چې قبائيلي سيمو اؤ خيبرپښتونخوا کې دډرون حملو تر اودريدو به دغه احتجاج روان وي.
امريکائي سفير رچرډ اولسن وويل خيبرپښتونخوا کې دنيټو دسامانونو وړونکو گاډو لپاره دلارې دغه تړل کيدل به دامريکا له لوري پاکستان ته په ورکړل کيدونکي امداد څه رقم اثر نۀ غورځوي اؤ واشنگټن اسلام اباد سره دشراکت دارۍ په دوامداره ساتلو ژمن دى اؤ کله يې هم دامداد داودرولو دړکه نۀ ده کړې.
همدغه شان رچرډ اولسن په پاکستان کې دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف په مقدمه کومه تبصره ونۀ کړه اؤ دا يې دپاکستان کورنۍ معامله وگرځوله.
اولسن وويل دهغه حکومت دپخواني صدر سره ښې اړيکې لري اؤ دغه معامله په عدالت کې ده ځکه به پرې څه رقم تبصره نۀ کوي.
امريکائي سفير دپيښور په مرکزي جيل کې دډاکټر شکيل افريدي په بندي کولو انديښنه څرگنده کړه اؤ زياته يې کړه دامريکا حکومت دشکيل افريدي په بندي کولو اؤ دهغه په تحفظ انديښنه لري اؤ دغه معامله وخت په وخت دحکومت سره راپورته کړل شوې.
ښاغلي اولسن افغانستان څخه دنيټو دځواکونو دوتلو وروستو دطالبانو( اقتدار ته ) دراتللو امکان رد کړو.
هغه وويل افغان پوځ دتيرکال راهسې په ازادانه ډول جنگي کارروايۍ کوي.
اولسن دعوه وکړه چې په تيرو لسونو کلونو کې افغانستان کې زيات پرمختگ رامينځته شوى اؤ زياته يې کړه داسې منظر نۀ وينم چې گنې د٢٠١٤م اخره کې دنيټو دوتلو وروستو به طالبان غالب شي.
هغه وويل نړيواله ټولنه به دا خبره باوري کوي چې افغانستان کې د١٩٩٠ اؤ ١٩٩٩ تجربې بيا تکرار نۀ شي.
اولسن وويل افغان پوځ اؤ حکومت مضبوط شوي اؤ امريکا هم افغانستان سره ددوه اړخيزه امنيت په تړون لاسليک کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG