لاس رسیدونکی لینک

دمحکمې حکم: مشرف دې په ١٦مه جنورۍ پيش شي


عدالتي فيصله د زيارت په ورځ دځانگړې محکمې رجسټرار عبدالغني سومرو اورولې چې پکې وئيل شوي داى ايف ائي سي دميډيکل سپرنټډنټ له لوري دپرويز مشرف دصحت په اړه دوړاندې کړل شوي راپور څخه دا نۀ څرگنديږي چې گنې هغه ته دزړۀ تکليف دى.
پيښور-دپاکستان دائين دشپږم ارټيکل لاندې ددغه هيواد په پخواني پوځي واکمن جنرال (ر) پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې دهغه دناروغتيا په اړه دجمع کړل شوي طبي راپور په اړه خپله پريکړه جاري کړې اؤ هغه ته يې په ١٦مه جنورۍ عدالت ته دوړاندې کيدو حکم کړى دى.
عدالتي فيصله د زيارت په ورځ دځانگړې محکمې رجسټرار عبدالغني سومرو اورولې چې پکې وئيل شوي داى ايف ائي سي دميډيکل سپرنټډنټ له لوري دپرويز مشرف دصحت په اړه دوړاندې کړل شوي راپور څخه دا نۀ څرگنديږي چې گنې هغه ته دزړۀ تکليف دى.
دعدالتي حکم ترمخه پرويز مشرف ته دجنورۍ په ١٦مه نيټه محکمې ته دوړاندې کيدو وينا شوې اؤ دهغه دنۀ وړاندې کيدو په صورت کې به دعدالت له لوري مناسب حکم جاري کولى شي.
له دې وړاندې محکمې پخواني صدر ته درې ځله عدالت ته دوړاندې کيدو څخه استثنا ورکړې وه.
دارمډ فورسز انسټيټيوټ اف کارډيالوجي( اى ايف ائي سي) له لوري دنهې په ورځ دطبي راپورونو ترلاسه کولو وروستو درې کسيز بينچ په ډاگه کړې وه چې ددغو راپورونو جاج به اخلي اؤ دزيارت په ورځ به پرې فيصله اوروي.
دنننۍ عدالتي کارروايۍ په مهال دپرويز مشرف وکيل انور منصور عدالت ته وويل تيره شپه هغه ته دمقدمې څخه دلاس پسر کيدو دړکه شوې اؤ په کراچۍ کې يې په ډرائيور تشدد شوى اؤ زياته يې کړه چې دفون کوونکي نمبر يې دسندهـ ائي جي، دسندهـ داخله سکتر اؤ داسلام اباد ائي جي ته ورکړى اؤ يو ايف ائي ار هم درج کړل شوى.
ددې په ځواب کې جسټس عرب وويل عدالت به دغسې گامونه نۀ زغمي اؤ داستغاثې اؤ صفايۍ وکيلانو ته دتحفظ ورکولو لپاره به حکم جاري کوي.
داوريدنې په مهال دپرويز مشرف وکيل شريف الدين پيرزاده پخپلو دليلونو کې وويل دناروغۍ په حالت کې کوم ملزم دشهادت لپاره عدالت ته غوښتل دتشدد برابر خبره ده.
خو ددې په ځواب کې پراسيکيوټر اکرم شيخ وويل کوم طبي راپور چې عدالت ته وړاندې شوى هغې کې دا نۀ دي ليکل شوي چې گنې پرويز مشرف عدالت ته نۀ شي وړاندې کيدى.
دمشرف وکيل وويل دهغه موکل ته دزړۀ تکليف دى اؤ طبي راپور کې ډاکټرانو دبائي پاس اپريشن يادونه هم کړې اؤ زياته يې کړه چې دځمکنو پوځونو پخوانى مشر اصف نواز جنجوعه هم دزړۀ ددورې له امله مړ شوى ؤ.
داستغاثې وکيل اکرم شيخ وويل دپخواني صدر طبي راپور دې له پامه وغورځول شي اؤ هغه دې عدالت ته راوغوښتل شي.
اکرم شيخ وويل مشرف په بستر نۀ دى، دهغه بلډپريشر هم نارمل دى اؤ تيره ورځ يې دخپلو وکيلانو اؤ نورو خلکو سره ليدنې هم کړي دي.
داوريدنې وروستو ميډيا سره خبرو کې دمشرف وکيل احمد رضا قصوري دپرويز مشرف دطبي راپور دعام کولو په حواله دخپلو تحفظاتو څرگندونه وکړه اؤ ادعا يې وکړه چې دغه شان په ائين کې دورکړل شوي پرائيويسي دحق خلاف ورزي شوې ده.
ددليلونو اوريدو وروستو عدالت خپله فيصله محفوظ کړه اؤ دغرمې دوه بجې يې ددغه فيصلې داورولو اعلان وکړو چې وروستو رجسټرار عبدالغني دلوستلو په ترڅ کې واوروله.
فيصله کې عدالت وئيلي راپور کې چرته هم دا نۀ دي ليکل شوي چې مشرف عدالت ته نۀ شي پيش کيدى اؤ نۀ هم دپخواني صدر دزړۀ ددورې په حواله څه ليکل شوي بلکې په طبي راپور کې دهغه دزړۀ په شريانونو کې دکيلشيئم دمقدار دزياتي خبره شوې.
XS
SM
MD
LG