لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي پاکستان دافغان امن عمل په پرمختگ ژمن دى


 نواز شريف وويل داسلامي هيوادونو ترمينځ ديو والي راوستو په اړه پاکستان دټولو هڅو مرسته کوي.
نواز شريف وويل داسلامي هيوادونو ترمينځ ديو والي راوستو په اړه پاکستان دټولو هڅو مرسته کوي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دخپل حکومت دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې پرامنه اؤ باثباته افغانستان دپاکستان په گټه دى اؤ وائي پاکستان دافغانانو په مشرۍ دامن دعمل په ملاتړ کولو ژمن دى.
دافغان حکومت اؤ افغانستان کې دوسله والو ډلو دمذاکراتو ميز ته دراوستلو لړ کې لويديز چارواکي دپاکستان کردار ته په مهم نظر گوري ، خو په افغان حکومت کې شاملو چارواکو په تيرو وختونو کې په دغه هيواد دافغان وسله والو ډلو دملاتړ تور لگولى ، خو پاکستان دغسې تورونه ردوي
نواز شريف دغه څرگندونې دنهې په ورځ اسلام اباد کې دسعودي عرب خارجه وزير سعودالفيصل سره دليدنې په مهال کړي دي.
پاکستاني وزيراعظم وويل دافغانستان دوضعيت په اړه وئيلي دي چې پاکستان دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي عمل دپرمختگ اؤ په دغه عمل کې د اسانتيا ورکولو په اړه ژمن دى.
نواز شريف وويل داسلامي هيوادونو ترمينځ ديو والي راوستو په اړه پاکستان دټولو هڅو مرسته کوي.
په دغه موقع دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز اؤ طارق فاطمي موجود هم موجود وؤ.
دواړو مشرانو ددوه اړخيزه اؤ سيمه ييز اهميت په چارو خبرې اترې وکړې.
په دغه موقع ښاغلي شريف وويل دسعودي عرب اؤ پاکستان ترمينځ دموجوده دوه اړخيزه اړيکو دنورو پراخولو لپاره ددواړو دوستانو هيوادونو ترمينځ دستراتيژيکي اړيکو يو نوي دور پيل کولو ته ضرورت دى.
هغه وويل دازميښت په هر سخت وخت کې پاکستان اؤ سعودي عرب ديو بل سره کلک اودريدلي اؤ دپاکستان اولس سعودي عرب سره خپلو اړيکو ته دقدر په سترگه گوري.
پاکستان کې دانرژۍ دبحران په اړه نواز شريف وويل پاکستان به دسعودي عرب له لوري انفراسټرکچر، کرکيلې پشمول بيلا بيلو څانگو اؤ په ځانگړې توگه دانرژۍ په څانگه کې دسرمايه کارۍ هرکلى کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG