لاس رسیدونکی لینک

د امریکنۍ کمپنۍ په پاکستان د ټوپکو خرڅولو نه انکار


خو ښاغلې ینگ ویلي په یوټا ریاست کې میشته د کمپنۍ تر ټولو لویه ویره دا ده چې دغه وسله په ممکنه توگه د امریکائي عسکرو خلاف استعمالیدی شي. هغه وویل کمپني يي د امریکایانو د تحفظ دپاره قائم کړې ده نه چې دوي د خطر سره مخ کړي. هغه وویل په کمپنۍ کې گڼ شمیر پخواني پوځیان کار کوي
د امریکې یوې وسله سازې کمپنۍ په پاکستان د ټوپکو خرڅولو نه په دې وجه انکار کړی دی چې گنې دغه وسله سېمه کې د امریکائي عسکرو خلاف استعمالیدی شي.
د ډیزرټ ټیک نومې کمپنۍ باني نک ینگ د کمپنۍ د فیس بک په پاڼه لیکلې چې پاکستان ورسره په قانوني توگه د وسله اخستلو دپاره رابطه کړې ده.
خو ښاغلې ینگ ویلي په یوټا ریاست کې میشته د کمپنۍ تر ټولو لویه ویره دا ده چې دغه وسله په ممکنه توگه د امریکائي عسکرو خلاف استعمالیدی شي. هغه وویل کمپني يي د امریکایانو د تحفظ دپاره قائم کړې ده نه چې دوي د خطر سره مخ کړي. هغه وویل په کمپنۍ کې گڼ شمیر پخواني پوځیان کار کوي.
د پاکستان لخوا د ډیزرټ ټیک کمپنۍ نه د وسله اخستلو د سودا مالیت ١٥ ملینه ډالره ښودل کیږي.
د کمپنۍ یو چارواکې مائیک ډیوس مقامي مطبوعاتو ته ویلي پاکستان کې د موجوده ناقرارۍ په وجه کمپنۍ مناسب نه گڼل چې په پاکستان خپلې ټوپکې خرڅې کړي.
پاکستان چې کومې ټوپکې اخستل غوښل هغه په سمدستي توگه د کارتوس بدلولو او تر ٢٧٠٠ پورې د هدف ویشتلو صلاحیت لري.
ډیزرټ ټیک په خپل ویب پاڼه وايي دا کمپني ځکه قائم کړی شوي چې نړۍ کې د کوټلې، کره او تر ټولو اتباري وسلې د لارې د امریکا، د امریکا د اتحادیانو او د اولس د ازادۍ د تحفظ وکړی شي.
XS
SM
MD
LG