لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : بمي چاؤدنو کې دوزيراعلي مشاور ژوبل، دوه کسان مړۀ


 دپيښې څخه وروستو ابړو ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي” دبم چاؤدنې په نتيجه کې زۀ معمولي زخمي شوى يم“
دپيښې څخه وروستو ابړو ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي” دبم چاؤدنې په نتيجه کې زۀ معمولي زخمي شوى يم“
پيښور-پوليس وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه اؤ نصيراباد سيمه کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې دبلوچستان اسمبلۍ يو غړى زکات مير ماجد ابړو ژوبل شوى اؤ دوه کسان وژل شوي دي.
دپوليسو ترمخه دخالي په ورځ دکوئټې دويسټرن بائي پاس په خزائي چوک کې هاغه مهال دسړک دغاړې بمي چاؤدنه وشوه کله چې دسيمې څخه دبلوچستان اسمبلۍ ديو غړي اؤ وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوڅ مشاور زکات مير ماجد ابړو گاډى تيريدو.
دپيښې څخه وروستو ابړو ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي دبم چاؤدنې په نتيجه کې زۀ معمولي زخمي شوى يم
دچاؤدنې وروستو دبلوچستان اسمبلۍ غړى يو نزدې هسپتال ته رسول شوى اؤ دغلته ډاکټرانو دهغه حالت دخطرې څخه بهر گرځولى.
دپيښې وروستو فرنټئير کور اؤ دپوليس عسکرو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
په عين حال کې دبلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ددغه پيښې سخته غندنه کړې اؤ دپوليسو څخه يې دپيښې راپور غوښتى.
ددغه پيښې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى، خو په تيرو وختونو کې بلوڅ بيلتون په امنيتي ځواکونو دبريدونو اؤ دنورو هدفونو دپه نخښه کولو ذمه واري منلې ده.
همدغه راز په يوه بله پيښه کې دخالي په ورځ دبلوچستان په نصيراباد سيمه کې دريموټ کنټرول يوه بمي چاؤدنه کې هم دوه کسان وژل شوي دي.
دمقامي پوليسو يو مشر يونس ميډيا سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دنصيراباد ضلعې په نوټل سيمه کې ترسره شوې يوه طاقتوره بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG