لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نواز شريف وائي دقانون په وړاندې ټول برابر دي


 نواز شريف وويل دقانون په وړاندې ټول برابر دي اؤ بايد دهرچا احتساب وشي.
نواز شريف وويل دقانون په وړاندې ټول برابر دي اؤ بايد دهرچا احتساب وشي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دخالي په ورځ وئيلي دي دا پريکړه به عدالت ته کول وي چې ايا ددريم نومبر کال ٢٠٠٧م گام دائين دشپږم ارټيکل داختيار په دائره کې راځي که نه.
يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې دپاکستان وزيراعظم وويل دغه کيس په عدالت کې دى اؤ په دې اړه به څه وئيل مناسب نۀ وي خو دپرويز مشرف دمقدمې اصف مدعي پاکستان اؤ دپاکستان ائين دى.
نواز شريف وويل دقانون په وړاندې ټول برابر دي اؤ بايد دهرچا احتساب وشي.
هغه زياته کړه دا فيصله به عدالت ته کول وي چې څوک بې گناه دى اؤ څوک نه.
په عين حال کې دايگزټ کنټرول لسټ څخه دپرويز مشرف دنوم ويستلو لپاره دهغه کورودانې صهبا پرويز مشرف دپاکستان داخله وزارت ته خواست کړى.
دسرچينو وينا ده په دغه خواست کې صهبا مشرف وفاقي داخله وزارت ته په بهر ملک کې دپرويز مشرف دعلاج لپاره ايگزټ کنټرول لسټ څخه دهغه دنوم دويستو غوښتنه کړې ده.
جنرال(ر) پرويز مشرف اوس مهال دپاکستان دراولپينډۍ په يو پوځي روغتون کې دى اؤ دغلته يې دزړۀ علاج روان دى.
پرويز مشرف په دويمه جنورۍ وروستو له هغې روغتون ته رسول شوى ؤ کله چې ورته دخپل ځان په ضد دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې محکمې ته دبوتلل کيدو په مهال لاره کې دزړۀ تکليف شوى ؤ.
دپرويز مشرف وياند وائي چې دپخواني پوځي سرلښکر حالت په ښه کيدو ، خو کوم بهرني هيواد ته علاج لپاره دهغه دليږل کيدو پريکړه به ډاکټران کوي ، چې ورسره پاکستان کې دغدارۍ دمقدمې څخه دهغه دپلان شوې تيښتې په اړه گنگوسو سرراپورته کړى.
سرچينې وائي داخله وزارت تر دې مهاله دصهبا مشرف په دغه خواست کومه پريکړه نۀ ده کړې ، خو هغې ته يې تجويز ورکړى چې بايد سپريم کورټ ته مراجعه وکړي، ځکه چې په دغه معامله داخله وزارت پخپله کوم گام نۀ شي اخستى.
خو بلخوا دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دايگزټ کنټرول لسټ څخه به دپخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف نۀ شي خارجولى.
په يوه مرکه کې ددفاع وزير وئيلي دي پرويز مشرف په تير وخت کې هم قانون ته درناوى نۀ ؤ لرلى اؤ هغه اوس هم دقانون احترام نۀ کوي.
ددفاع وزير زياته کړې ده چې دمشرف مقدمه په عدالت کې ده اؤ بايد عدالت ته مخامخ شي.
دپاکستان حکومت دهيواد په پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دائين دشپږم ارټيکل لاندې په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې هيواد کې دايمرجنسي لگولو په ترڅ کې دائين دماتولو اؤ داعلي عدليې دججانو دنظربند کولو په جرم کې په پرويز مشرف يوه ځانگړې محکمه کې دغدارۍ مقدمه چلوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG