لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي افغانستان سره يې تاؤ تريخوالى ختم شوى


سرتاج عزيز زياته کړه پاکستان افغانستان کې خپله کومې دخوښې ډله نۀ لري.
سرتاج عزيز زياته کړه پاکستان افغانستان کې خپله کومې دخوښې ډله نۀ لري.
. پيښور-دخارجه چارو لپاره دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې دتيرو دوؤ کلونو په مهال گاونډي هيواد افغانستان سره تاؤتريخوالى ختم شوى اؤ دوه اړخيزه اړيکې ښې شوي دي.
په تيرو وختونو کې دافغان چارواکو لخوا په پاکستان تور لگول شوى چې که هر څو دغه هيواد په ښکاره افغانستان کې دجوړجاړي دعمل ملاتړ کوي، خو په پټه دافغان طالبانومرسته کوي، پاکستان دغسې تورونه ردوي.
ريډيو پاکستان سره دخبرو په مهال دافغانستان دجوړجاړي دعمل په حواله سرتاج عزيز وويل پاکستان په دغه اړه مرسته کوي.
هغه افغانستان کې دپاکستان دعدم مداخلت تگلاره تکرار کړه اؤ وې وئيل پاکستان غواړي افغانستان خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي.
سرتاج عزيز زياته کړه پاکستان افغانستان کې خپله کومې دخوښې ډله نۀ لري.
هغه وويل دهيواد دخارجه تگلارې لمړۍ ترجيح پرامنه گاونډ دى اؤ په دغه لوري کافي پرمختگ شوى دى.
خارجه صلاح کار وويل دپرامنه گاونډ پرته مونږ داقتصادي پرمختيا ايجنډا نۀ شو ترلاسه کولى اؤ زياته يې کړه چې ددغو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره دتيرو شپږو مياشتو په مهال بهرنۍ تگلاره کې ځينې بنيادي بدلونونه شوي دي.
امريکا سره دتعلقاتو په حواله سرتاج عزيز وويل دتيرو دوؤ کلونو په مهال ځينې خام خيالۍ پيدا شوي دي.
هغه وويل په ٢٠١٠م کې چې دسټريټجک مذاکراتو کوم عمل اودريدلى ؤ، هغه يوځل بيا بحال شوى اؤ زياته يې کړه چې اوس امريکا سره اړيکې په ښه کيدو دى.
دواشنگټن اؤ اسلام اباد ترمينځ سټريټجک مذاکرات لاهور کې امريکائي سي ائي اى سره تړلي ديو تن ريمنډ ډيوس لخوا ددوؤ پاکستاني ځوانانو دوژلو، په سلاله چيک پوسټ دنيټو فضائي حمله اؤ ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دامريکائي ځانگړو ځواکونو دخفيه عملياتو څخه وروستو ځنډيدلي وؤ.
پاکستان کې دترسره کيدونکو ډرون حملو په اړه دخارجه چارو صلاح کار وويل دتير حکومت برعکس دپاکستان مسلم ليگ(ن) حکومت دډرون حملو په اړه يو واضحه دريځ خپل کړى اؤ په دغه اړه ورته نړيوال ملاتړ هم ترلاسه کيږي.
هغه وويل ډرون حملې دگټې پځايې تاوان راولاړوي اؤ دپاکستان دخپلواکۍ په ضد دي.
که هر څو پاکستان پخپله خاوره ترسره کيدونکې ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې زيانمنې گڼې خو امريکائي چارواکي باور کوي ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي ، چې پکې تر دې مهاله دالقاعده سره تعلق لرونکي گڼ شمير تندروه مشران وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG