لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشرف ته دغدارۍ مقدمه کې عدالت ته دوړاندې کيدو حکم


که چرې هغه دراتلونکې اوريدنې په مهال پيش کيدو کې ناکامه شوى نو مقدمه کې فيصله هم جاري کولى شي.
که چرې هغه دراتلونکې اوريدنې په مهال پيش کيدو کې ناکامه شوى نو مقدمه کې فيصله هم جاري کولى شي.
پيښور- دپاکستان په پخوانى پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره پايتخت اسلام اباد کې جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې پرويز مشرف ته دمقدمې داوريدنې لپاره سبا له عدالت ته دوړاندې کيدو حکم کړى اؤ پوليسو دپخواني پوځي سرلښکر دامنيت په اړه خپل پلان وړاندې کړى دى.
دامنيتي انديښنو له امله پرويز مشرف نن يوځل بيا عدالت ته نۀ دى وړاندې شوى.
بينچ دپخواني پوځي واکمن په غيرموجودگۍ کې دمقدمې اوريدنه پيل کړه اؤ عدالت ته دهغه دپيشۍ دحکم ورکولو په ترڅ کې يې خبردارى ورکړو چې که چرې هغه دراتلونکې اوريدنې په مهال پيش کيدو کې ناکامه شوى نو مقدمه کې فيصله هم جاري کولى شي.
دائين دارټيکل شپږم لاندې په پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې کې دکارروايۍ پيل په ٢٤م دسمبر شوى ؤ ، خو پرويز مشرف په تيره اوريدنه کې هم دبم ترلاسه کيدو داطلاع وروستو عدالت ته نۀ ؤ وړاندې شوى.
وروستو محکمې دجنورۍ په لمړۍ نيټه په پرويز مشرف دفردجرم لگولو حکم کړى ؤ اؤ په ډاگه کړې يې وه چې دراتلونکې پيشۍ په مهال دې عدالت ته دهغه وړاندې کول باوري کړل شي.
دشورو په ورځ دپرويز مشرف وکيلانو درې کسيزې ځانگړې محکمې څخه غوښتنه وکړه چې دهغوي موکل ته دې دپيښو امنيتي خطرو له امله عدالت ته دوړاندې کيدو څخه استثنا ورکړل شي.
دپرويز مشرف وکيل احمد رضا قصوري وئيلي دي موکل يې دامنيتي خطرو په وجه عدالت ته نۀ دى وړاندې شوى اؤ هغه نن دمشرف دچک شهزاد فارم هاؤس سره نزدې ديو کلو بارودو دترلاسه کيدو اؤ ناکاره کيدو حواله هم ورکړه.
قصوري وويل که چرې کومه بده پيښه رامخې ته شوه نو ذمه وار به يې عدليه وي اؤ زياته يې کړه چې کۀ دبم چاؤدنه وشوه نو دځانگړې محکمې دججانو پشمول پکې هرڅوک مړۀ کيدى شي.
خو ددې په ځواب کې دځانگړې محکمې ددرې کسيز بينچ مشر جسټس فيصل عرب وويل عدالت ته دې دړکې ونۀ شي اؤ دا دې ونۀ گڼل شي چې گنې مونږ به دامنيتي خطرو له امله کار پريږدو اؤ زياته يې کړه چې عدالتونه په جنگونو کې هم کار کوي.
هغه وويل دوکيل نقطه نوټ کړل شوه.
دځانگړې محکمې دبينچ مشر وويل عدالت دپرويز مشرف دنيولو وارنټ ځکه نۀ جاري کوي چې دهيواد پخوانى پوځي سرلښکر اؤ صدر دى، خوددې په ځواب کې دپرويز مشرف وکيل په ډاگه کړې ده چې عدالت ته دهغه دموکل دنيولو اختيار نۀ دى ترلاسه ځکه چې دغه يو ځانگړى عدالت دى نۀ چې ائيني.
دا دريم ځل دى چې دچک شهزاد فارم هاؤس سره نزدې دوړوکي مقدار بارود ترلاسه کيږي، په ٣١م دسمبر هم ددغه ځايې څخه په ليږه فاصله کې دوه نيم کلو گرامه بارود ترلاسه شوي وؤ اؤ په ٢٤م دسمبر هم په هاغه لاره چاؤديدونکي مواد اؤ نور الات موندل شوي وؤو چې هغه به پرې عدالت ته بوتلل کيدو.
له دې وړاندې په ٢٤م دسمبر هم پخوانى پوځي جنرال عدالت ته په وړاندې کيدو کې ناکامه شوى ؤ اؤ ځانگړې محکمې دهغه په ضد دغدارۍ دمقدمې اوريدنه دنن ورځې پورې ځنډولې وه.
ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG