لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورى اينډرسن دشاهد افريدي دتيزې سنچرۍ ريکارډ مات کړى


اينډرسن د٤٧ بالونو دلوبولو وروستو په ١٣١ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى چې دغه شان نيوزي لينډ ديو اوور په اوسط کې غيرمعمولي ١٣ رنز سکور کړي دي.
اينډرسن د٤٧ بالونو دلوبولو وروستو په ١٣١ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى چې دغه شان نيوزي لينډ ديو اوور په اوسط کې غيرمعمولي ١٣ رنز سکور کړي دي.
دويسټ انډيز په ضد دنيوزي لينډ کورى اينډرسن دشورو په ورځ ديو ورځني نړيوال کرکټ په تاريخ کې په ٣٦ؤ بالونو تر ټولو تيزه سنچري کړې ده اؤ دغسې نيوزي لينډ په ٢١م اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان ٢٨٣ رنز ته رسيدلى دى.
دغه ځوان ال راؤنډر پخپلو ١٠٠ؤ رنزو کې ١٢ چکې اؤ څلور چوکې وهلي اؤ دغه شان يې تر١٨ؤ کلونو ژوندى دپاکستاني کرکټر شاهد خان افريدي دسري لنکا په ضد په ٣٧ؤ بالونو د١٠٠ؤ رنزو جوړولو نړيوال ريکارډ يواځې ديو بال کم لوبولو په برترۍ سره مات کړى دى.
اينډرسن د٤٧ بالونو دلوبولو وروستو په ١٣١ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى چې دغه شان نيوزي لينډ ديو اوور په اوسط کې غيرمعمولي ١٣ رنز سکور کړي دي.
اينډرسن چې کله په پينځوؤ ديرشو بالونو پينځه نوي رنز جوړ کړل نو دشاهد افريدي دريکارډ ماتولو لپاره ورته په راتلونکي بال يوه چکه وهل وؤ، هغه ددغه ريکارډ ماتولو څخه ناخبره ؤ خو دنيکيټا ملر په بال يې يوه بله چکه هم ووهله اؤ دغسې يې دتيزې سنچرۍ نړيوال ريکارډ مات کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG