لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان حکومت طالبانو سره خبرو دپاره ځانگړې ډله جوړه کړې


مولوي فضل الله پخپله يوه مرکه کې په ډاگه کړې وه چې اوس به طالبان حکومت سره خبرې نۀ بلکې د خپل وژل شوي مشر د وژنې انتقام اخستو دپاره دخپلو بريدونو لړۍ نوره هم چټک کوي.
پيښور-د پاکستان دکورنيو چارو وزيرچوهدري نثارعلي خان وايي حکومت طالبانو سره دجوړجاړي په غرض دخبرو پيل کولو دپاره ځانگړې ډله جوړه کړې ده اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به په دغو خبرو کې زيات پرمختگ وشي.
له دې وړاندې د نهې په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف هم د هيواد ديوې مذهبي ډلې مشر مولانا سميع الحق سره ليدلي اؤ ورته يې طالبانو سره دخبرو شروع کولو په لړکې دحکومت لخوا واک ورکړى دى.
په پاکستان کې د حکومت لخوا طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو دغه هسې يو ځل بيا په داسې حال کې پيل شوي چې پاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود د ډرون په يو بريد کې د وژل کيدو وروستو دپاکستاني طالبانو نوي ټاکل شوي مشر مولوي فضل الله حکومت سره دخبرو کولو نه سکوټ انکار کړى.
دنهې په ورځ پينډۍ ښار کې خبريالانو سره په خبرو کې د کورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي حکومت شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو کولو هيڅ اراده نۀ لري اؤ د امن پځايې کولو دپاره اوس هم غواړي طالبانو سره قضيه د خبرو له لارې هواره کړي.
هغه وويل د مولانا سميع الحق په گډون به گڼ نور شخصيات طالبانو سره د جوړ جاړي په عمل کې مرسته کوي اؤ حکومت ددغه غرض دپاره يوه ځانگړې ډله هم جوړه کړې ده.
له دې وړاندې هم دپاکستان حکومت طالبانو سره د جوړجاړي دپاره هڅې کړې وې خو د روان کال د نومبر دمياشتې په لمړۍ نيټه د ډرون په يو بريد کې د طالبانو دمشر حکيم الله محسود د وژل کيدو وروستو پاکستاني طالبانو حکومت سره د مذاکراتو نه انکار کړى ؤ اؤ د طالبانو نوي ټاکل شوي مشر مولوي فضل الله پخپله يوه مرکه کې په ډاگه کړې وه چې اوس به طالبان حکومت سره خبرې نۀ بلکې د خپل وژل شوي مشر د وژنې انتقام اخستو دپاره دخپلو بريدونو لړۍ نوره هم چټک کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG