لاس رسیدونکی لینک

2013 کال کې په ټوله نړۍ کې 108 خبريالان وژل شوي


دخبريالانو دغه سازمان شام دخبريالانو دپاره يو خطرناک هيواد گرځولى چرته چې سږکال پينځلس خبريالان وژل شوي دي اؤ دشام څخه وروستو عراق کې ١٣،پاکستان،فلپائن اؤ هندوستان کې لس لس خبريالان وژل شوي دي
د خبريالانو د حقونو دپاره کارکوونکي نړيوال سازمان انټرنيشنل فيډريشن اف جرنلسټس وئيلي په کال ٢٠١٣ کې په ټوله نړۍ کې ١٠٨ خبريالان وژل شوي چې د هغې د جملې څخه څه د شام په خانه جنگۍ اؤ څه د عراق د اړي گړي په پيښو کې وژل شوي خبريالان هم شامل دي.
دغه شميره تير کال د وژل شوؤ خبريالانو د شميرې څخه کمه ده خو ايي ايف جى په حکومتونو ټينگار کړى چې دخبريالانو تحفظ باوري کړي.
دخبريالانو دغه سازمان شام دخبريالانو دپاره يو خطرناک هيواد گرځولى چرته چې سږکال پينځلس خبريالان وژل شوي دي اؤ دشام څخه وروستو عراق کې ١٣،پاکستان،فلپائن اؤ هندوستان کې لس لس خبريالان وژل شوي دي.
همدغه راز په صوماليه اؤ مصر کې په کال ٢٠١٣ کې شپږ صحافيان وژل شوي.
سازمان ددغو وژنو د شميرې د سيمې د وضعيت په تناظر کې هم جائزه اخستې.
ايي ايف جى چې د نړۍ په ١٣٤ هيوادونو کې ذمه وارۍ ترسره کوي اؤ د شپږو لکو څخه د زياتو خبريالانو نمائندگي ورپغاړه ده وايي د ښځو خبريالانو دپاره د تشدد پيښې سيوا شوي.
له دې وړاندې د بې سرحده خبريالانو په نوم يو بل نړيوال صحافتي تنظيم وئيلي وؤ په کال ٢٠١٣ کې ٧١خبريالان وژل شوي چې نسبتاً کمه شميره ده خو ولې د خبريالانو د تښتولو په څير پيښې سيوا شوي دي
XS
SM
MD
LG