لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشرف د مور وطن ته راوستو لپاره دځانگړې الوتکې ورکولو وړانديز


Maldives police try to move former President Mohamed Nasheed during a scuffle as he arrives at a courthouse in Male. Nasheed was denied bail a day after his surprise arrest on terrorism charges.
Maldives police try to move former President Mohamed Nasheed during a scuffle as he arrives at a courthouse in Male. Nasheed was denied bail a day after his surprise arrest on terrorism charges.
دپاکستان حکومت دجمعې په ورځ دپاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف ته وړانديز کړى چې دهغه دناروغه مور پاکستان ته دراوستلو لپاره يوې ځانگړې الوتکې ورکولو ته تيار دى.
پخپل يو بيان کې دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير اؤ دوزيراعظم نواز شريف وياند پرويز رشيد وئيلي دي چې ازاده عدليه به دجنرال(ر) پرويز مشرف دقسمت فيصله کوي.
هغه زياته کړې ده چې دخواخوږۍ په اساس دپاکستان وزيراعظم وطن ته دهغه (پرويز مشرف) دناروغه مور دبيرته راوستو لپاره يوې ځانگړې الوتکې يا ائيرايمبولينس ليږلو ته تيار دى ، ترڅو په پاکستان کې دهغې علاج دخپل ځوې په موجوديت کې جاري وساتل شي.
پرويز رشيد وئيلي دي حکومت به جنرل(ر) مشرف ته ټولې اسانۍ ورکوي.
دپاکستان مرکزي حکومت دسترې محکمې په امر دپرويز مشرف نوم په ايگزټ کنټرول لسټ کې شامل کړى ؤ چې ددې په ضد پخواني صدر دسندهـ هائيکورټ کې وروستو خواست جمع کړو اؤ پکې دپرويز مشرف له لوري دريځ خپل کړل شو چې مور يې په دوبۍ کې ناروغه ده ځکه دهغې دپوښتنې اؤ علاج لپاره دهيواد څخه بهر تگ غواړي، خو عدالت دهغه دغه خواست رد کړى ؤ.
ديادولو وړ ده کله چې دپرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې دپاکستان دموجوده وزيراعظم ميا محمد نواز شريف پلار مړ شوى ؤ اؤ هغه په سعودي عرب کې ميشته ؤ نو پرويز مشرف نواز شريف ته دلاهور په رائيونډ سيمه کې دخپل پلار ميا محمد شريف په جنازه کې دگډون کولو اجازت نۀ ؤ ورکړى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG