لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوگر:بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي دي


دلوگردپوليسو مشر بريگيډئير جنرال محمد حکيم اسحاقزي وينا ده چې ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
دلوگردپوليسو مشر بريگيډئير جنرال محمد حکيم اسحاقزي وينا ده چې ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
چارواکي وائي دشورو په ورځ دافغانستان دلوگر ولايت په مرکز پل علم سيمه کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه دشورو په غرمه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دافغان ريډکريسنټ سوسائټۍ ددفتر مخې ته په يو سائيکل پسي تړلي بارود دچاؤدنې سره والوځيدل ، چې له امله يې څلور اولسي وگړي اؤ دوه پوليس ووژل شول اؤ دوه کسان نور ژوبل شول.
دلوگر دوالي وياند دين محمد درويش وينا ده چې چاؤدنه کې ١٣ کسان ژوبل شوي هم دي.
دلوگردپوليسو مشر بريگيډئير جنرال محمد حکيم اسحاقزي وينا ده چې ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
عيني شاهدان وائي دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو شيشې ماتې شوي اؤ دمړو دشميرې دزياتيدو انديښنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG