لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان اؤ هند دپوځي کمانډرانو ترمينځ ليدنه


، ددواړو هيوادونو دډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز په کچه په ١٤ؤ کلونو کې نيغ په نيغه دغه لمړۍ ليدنه وه.
دپاکستان اؤ هند دپوځونو دعمومي عملياتو د مشرانو (ډائريکټرز جنرالز) ترمينځ سرحدي سيمه واهگه کې دنهې په ورځ ليدنه شوې چې پکې ددواړو هيوادونو ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه ( لا ئن اف کنټرول) داوربند په تړون په موثره توگه دعمل درامد اؤ تاؤتريخوالي په کمولو خبرې اترې شوي دي.
دپاکستاني پوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز ميجر جنرل عامر رياض خپل هندي سيال ونود بهاټيه ته ددغه ليدنې بلنه ورکړې وه، ددواړو هيوادونو دډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز په کچه په ١٤ؤ کلونو کې نيغ په نيغه دغه لمړۍ ليدنه وه.
دپاکستان اؤ هند دوزيراعظمانو ترمينځ سږکال دستمبر مياشت کې نيويارک کې دجنرل اسمبلۍ دغونډې په مهال ترسره شوې ليدنه کې کشمير کې دتاؤتريخوالي دختمولو لپاره ددواړو هيوادونو دډائريکټر جنرلز ملټري اپريشنز ترمينځ په ليدنه اتفاق شوى ؤ اؤ ددغه شان ددواړو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ دليدنې وروستو درې مياشتې وروستو دپوځي کمانډرانو ترمينځ نيغه په نيغه رابطه شوې ده.
په واهگه بارډر خپل پاکستاني سيال سره دليدنې وروستو هندي ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز دخپل هيئت سره هندوستان ته ستون شوى اؤ دپاکستان مطبوعاتي څانگې وائي چې ددغه ليدنې فيصله په سياسي کچه شوې ده.
کال ٢٠٠٣ء کې ددواړو هيوادونو ترمينځ په لا ئن اف کنټرول داوربند تړون ترسره شوى ؤ، چې اکثره وخت پرې عمل کيږي، خوسږکال داگست څخه دغلته تاؤتريخوالي کې اضافه راغلې وه.
XS
SM
MD
LG