لاس رسیدونکی لینک

مشرف دځان په ضد دغدارۍ مقدمه محکمه کې چيلنج کړې


مشرف دپاکستان په تاريخ کې لمړى پوځي امر دى چې دغدارۍ دمقدمې سره به مخ کيږي.
پيښور- دپاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف په سويلين عدالت کې په ځان دغدارۍ چلولو مقدمه چيلنج کړې اؤ وئيلي يې دي چې دهغه خلاف مقدمه يواځې پوځي ايکټ لاندې چلول کيدى شي.
ټاکل شوې ده ٧٠ کلن پخواني پوځي جنرال پرويز مشرف به ٢٠٠٧م کې پاکستان کې دبيړني حالت پځايې کولو اؤ دججانو دنظربند کولو سره دائين دماتولو دتورونو په اړه په ٢٤م دسمبرپه هغه دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړ ې کړل شوې يوې ځانگړې محکمې ته وړاندې کيږي.
مشرف دپاکستان په تاريخ کې لمړى پوځي امر دى چې دغدارۍ دمقدمې سره به مخ کيږي.
دايډوکيټ خالد رانجها په ذريعه داسلام اباد هائيکورټ کې دخالي په ورځ جمع کړل شوي يو تازه خواست کې پخواني صدر وئيلي دي چې په دريم نومبر دايمرجنسي لگولو گام دهغه انفرادي عمل نۀ ؤ بلکې دغه عمل ته دنورو اړونده سټيک هولډرز ملاتړ هم ترلاسه ؤ.
درخواست کې زياته شوې ده چې په مشرف عدالت کې مقدمه دهاغو کسانو دشاملولو څخه پرته نۀ شي چليدلى، کومو چې په دغه عمل کې برخه اخستې وه.
درخواست وائي په ٣م نومبر چې هغه کله ايمرجنسي لگولې وه نو هغه دپوځي جنرال په توگه خدمات ترسره کول اؤ ځکه دهغه په ضد دپوځي ايکټ لاندې پلټنې نۀ شي ترسره کيدى.
درخواست کې زياته کړل شوې ده بايد وفاقي حکومت دمشرف په ضد په يوه ځانگړې محکمه کې دمقدمې چلولو څخه منعې کړل شي.
په دغه درخواست کې ددفاع اؤ قانون سکتران فريقين جوړ کړل شوي دي.
د٣م نومبر ٢٠٠٧م دايمرجنسي په اعلان کې مشرف اعلان کړى ؤ چې” زۀ جنرل پرويز مشرف، دپوځ سرلښکر، په ټول پاکستان کې دايمرجنسي اعلان کووم، زۀ ددې په ذريعه اعلان کووم چې داسلامي جمهوريه پاکستان ائين به عارضي معطل وي“
په دغه اعلان کې دا يادونه هم شوې وه چې ايمرجنسي دهاغه غونډې دصلاح مشورو اؤ فيصلو په نتيجه کې لگيدلې وه چې پکې وزيراعظم،دټولو صوبو گورنرانو اؤ دگډو ځواکونو دکميټې مشر، دوسله والو پوځونو مشرانو، وائس چيف اف ارمي سټاف اؤ دپاکستان پوځ کورکمانډرانو برخه اخستې وه.
داسلام اباد هائيکورټ په سول عدالت کې په پرويز مشرف دمقدمې چلولو په ضد درخواست منلى اؤ لمړۍ اوريدنه به يې په ٢٣م دسمبر کيږي، دغه اوريدنه به جسټس رياض احمد خان اوري.
XS
SM
MD
LG