لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : تندلارو دپوليوکارکوونکى وژلى


له دې وړاندې ددسمبر په ١٣مه نيټه دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ ضلع اؤ دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې وسله والو کسانو دپوليو دمخنيوي ډلې ته په امنيت ورکوونکو پوليس عسکر اؤ يو دپوليو کارکوونکى وژل شوي وؤ.
پيښور-چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دخالي په ورځ وسله والو جنگيالو دپوليو يو کارکوونکى وژلى دى.
دخيبرايجنسۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ جهانگير اعظم وزير پخلى کړى چې دپوليو په کارکوونکي غالب دجمرود تحصيل په غونډۍ نومې سيمه کې نامعلومو وسله والو بريد کړى اؤ هغه يې وژلي دي.
دسرچينو ترمخه دوسله والو په بريد کې دپوليو دمخنيوي دغه کارکوونکى لمړى سخت ژوبل شوى اؤ يو مقامي هسپتال ته دوړل کيدو وروستو يې ساه ورکړې ده.
ځينې سرچينې وائي دتندلارو لخوا په سيمه کې ديو پمپفلټ په ذريعه دپوليو ويکسينيشن دکمپائن سره تړلو کسانو يا کومې اين جي او سره تعلق لرونکو خلکو ته هم ددغسې انجام سره دمخ کيدو دړکه شوې ده.
له دې وړاندې ددسمبر په ١٣مه نيټه دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ ضلع اؤ دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې وسله والو کسانو دپوليو دمخنيوي ډلې ته په امنيت ورکوونکو پوليس عسکر اؤ يو دپوليو کارکوونکى وژل شوي وؤ.
وړاندې هم څو څو ځله دخيبرپښتونخوا په صوابۍ، مردان، پيښور اؤ نورو سيمو کې دنامعلومو وسله والو لخوا دپوليو په ډلو بريدونه شوي چې پکې گڼ شمير کسان وژل شوي اؤ دپوليو په ډلو دمخ په زياتيدونکو حملو په نظر کې نيولو سره دپاکستان حکومت دغو ډلو ته دحفاظت لپاره پوليس عسکر ورکړي دي.
په ٣٠م نومبر هم دپيښور په بډهـ بيره سيمه کې دپوليو دمخنيوي په ډله حمله کړې وه اؤ يو پوليس عسکر يې وژلى ؤ.
پاکستان کې دپوليو په ډلو ددغسې حملو په وجه څو ځله دغه مهم دځنډ ښکار شوى اؤ په سلگونو ماشومان دپوليو دناروغۍ دمخنيوي دڅاڅکو څخه محرومه پاتې کيږي.
XS
SM
MD
LG