لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف:ترهگرو دپاره به رحم نه وي


هغه زياته کړې ده چې ” مونږ به دخپلو پوځيانو په ضد دځان ددفاع دحق څخه نۀ لاس پسر کيږو “
هغه زياته کړې ده چې ” مونږ به دخپلو پوځيانو په ضد دځان ددفاع دحق څخه نۀ لاس پسر کيږو “

پيښور- دجمعې په ورځ دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي چې په امنيتي ځواکونو به حملې په يو صورت کې هم ونۀ زغمل شي اؤپه دغه اړه به حکومت دترهه گرو لپاره دهيڅ رقم رحم څخه کار نۀ اخلي.
پخپل يو بيان کې ددفاع وزير وئيلي دي چې دترهه گرو دحملو په صورت کې ځوابي کارروائي دپوځ حق دى.
پخپل بيان کې خواجه اصف زياته کړې ده په وزيرستان کې دبهرنو ترهه گرو لخوا په پوځي کاروانونو دحملو په ځواب کې دپوځ ځوابي کارروائي يو جائز ځواب ؤ، چرته چې گڼ شمير پوځي ځوانان وژل شوي دي.
هغه زياته کړې ده چې مونږ به دخپلو پوځيانو په ضد دځان ددفاع دحق څخه نۀ لاس پسر کيږو
دنهې اؤ شورو په مينځ شپه ماښام مهال دشمالي وزيرستان په کهجورۍ نومې امنيتي پوسته يو ځانمرگي بريد کې دپينځوؤ عسکرو دوژل کيدو اؤ خواؤشا ٤٠ؤ دژوبل کيدو وروستو تيره ورځ دپاکستان پوځ دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې په لويه پيمانه عمليات ترسره کړي چې پکې دسرچينو ترمخه د٣٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
په کهجورۍ امنيتي پوسته دبريد ذمه واري دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې په پوځ يې دغه بريد يې دډرون حمله کې دخپل مشر حکيم الله محسود دوژنې دانتقام په توگه ترسره کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG