لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا : که پاکستان دنيټو دسپلايۍ لاره پرا نۀ نيزي نو امداد يې بند


 دبل په يوه برخه کې وئيل شوي چې دغه امداد د٢٠١٣م ديو اعشاريه شپږ پينځه بلينه په پرتله ٢٠١٤م کې يو اعشاريه پينځه بلينه ته راکم کړل شوى.
دبل په يوه برخه کې وئيل شوي چې دغه امداد د٢٠١٣م ديو اعشاريه شپږ پينځه بلينه په پرتله ٢٠١٤م کې يو اعشاريه پينځه بلينه ته راکم کړل شوى.
امريکا دخپل پوځ لپاره د٢٠١٤م په وړانديز کړل شوي بجټ کې وئيلي دي که چرې پاکستان په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسازوسامان دواپسۍ لپاره دتورخم ځمکنۍ لاره پرا نۀ نيزي نو دترهه گرۍ په ضد دعملياتو په بدله کې ورته ورکړل کيدونکى امداد به اودرولى شي.
ديادونې وړ ده چې دامريکې دخارجه وزير چک هيگل له لوري داسلام اباد داوسني سفر په مهال پاکستاني ميډيا داسې راپورونه خپارۀ کړي وؤ چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف اؤ وزيراعظم نواز شريف سره دليدنې په موقع ښاغلي هيگل اسلام اباد ته دړکه کړې وه چې که چرې افغانستان څخه دنيټو دسازوسامان دواپسۍ لپاره يې خپله ځمکنۍ لاره پرا نۀ نسته نو امريکا به پاکستان ته ورکړل کيدونکى امداد اودروي.
خو وروستو دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري دغسې راپورونه رد کړي وؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دامريکې خارجه وزير چک هيگل پاکستاني قيادت سره مثبتې خبرې کړي اؤ دامداد داودرولو دړکه يې نۀ ده کړې.
ددې ترڅنگ يو ايس ډيفنس اتهرائزيشن بل اف ٢٠١٤ء کې دامريکې ددفاع دوزير چک هيگل څخه سپيناوى هم غوښتل شوى چې پاکستان په پاک افغان پوله دالقاعده اؤ دغلته دفعاله نورو تندروه ډلو په ضد گامونه اخلي.
سږکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو دمشر حکيم الله محسود دډرون په يو بريد کې دوژل کيدو وروستو په خيبرپښتونخوا کې واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف سرښار پيښور کې دډرون بريدونو په ضد احتجاجاً دنيټو دټرکونو مخه نيولې ده.
دغه بل چې دامريکې داستازو ايوان دوړاندې څخه منظور کړى پکې دترهه گرۍ په ضد دامريکائي جگړې دملاتړ کولو له امله دځينو بدلونونو سره دپاکستان دامداد دغزولو يادونه هم شوې ده.
دبل په يوه برخه کې وئيل شوي چې دغه امداد د٢٠١٣م ديو اعشاريه شپږ پينځه بلينه په پرتله ٢٠١٤م کې يو اعشاريه پينځه بلينه ته راکم کړل شوى.
سپينې ماڼۍ په يو بيان کې وئيلي دي چې دغه بل به دبهرنو پوځونو سره دتوان دسيوا کولو په اړه دامريکائي هلو ځلو ملاتړ کوي اؤ ناڅاپي يا دثبات دکارروائيو مرسته به هم کوي..
په دغه ايکټ کې وئيل شوي ترڅو چې دامريکې ددفاع وزير څخه ددې خبرې ضمانت ترلاسه نۀ شي چې دافغانستان څخه دپاکستان په لاره راوړل کيدونکى سامان روغ راروان دى، تر هغې به دا رقم نۀ شي جاري کولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG