لاس رسیدونکی لینک

نواز شريف وائي گاونډي هيوادونو سره دوستانه اړيکو ته ليواله دى


پاکستاني وزيراعظم ايران ته اوس اوس دشپږو نړيوالو قوتونو سره په نيوکلئير تړون ترسره کولو مبارکي ووئيله
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي پاکستان دخپلواکۍ اؤ سيمه ييز سالميت داړونده درناوي په اساس دافغانستان، هند اؤ ايران پشمول خپلو ټولو گاونډيانو سره دوستانه اړيکو ته ليواله دى.
دايران خارجه وزير محمد جاويد ظريف سره اسلام اباد کې دزيارت په ورځ دخبرو په مهال نواز شريف وويل حکومت به يې سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره داخستل کيدونکو ټولو گامونو ملاتړ کوي.
پاکستاني وزيراعظم ايران ته اوس اوس دشپږو نړيوالو قوتونو سره په نيوکلئير تړون ترسره کولو مبارکي ووئيله اؤ هيله يې څرگنده کړه چې دتعميري رابطو عمل به همدغسې دوامداره وي.
همدغه شان دايران خارجه وزير وويل هيواد يې پاکستان سره دهمکارۍ دسيوا کولو په ژمنه کلک ولاړ دى اؤ دترهه گرۍ دختمولو لپاره به دپاکستان لخوا داخستل کيدونکو ټولو گامونو ملاتړ کوي.
په دغه موقع نواز شريف تهران ته دسفر کولو په اړه دايران بلنه هم قبوله کړه.
په عين حال کې وزيراعظم کې دبل اينډ ميلنډا گيټس فاؤنډيشن دصدر ډاکټر کرس اؤ دهغه دهيئت سره دخبرو په مهال وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې پاکستان به دخپل هيواد څخه دترهه گرۍ ستونزه له مينځه وړي اؤ زياته کړې يې ده چې ترهه گري يوه ناروغي ده ، کومه چې زمونږ په ټولنه لگيدلې ده.
نواز شريف وويل حکومت دپاکستان څخه دپوليو دناروغۍ دختمولو لپاره هم ژمن دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان به دبل اينډ ميلنډا فاؤنډيشن دتجربو څخه گټه پورته کوي.
XS
SM
MD
LG