لاس رسیدونکی لینک

سرتاج عزيز : امريکا سره به سټريټجک مذاکرات فرورۍ کې کيږي


سرتاج عزيز ادعا وکړه چې حکومت په لمړي ځل دډرون حملو په معامله يو واضحه دريځ خپل کړى اؤ په دغه اړه يې دپاکستاني قام انديښنې امريکا ته څرگندې کړي.
پيښور- دبهرنو چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز په ډاگه کړې ده چې دپاکستان اؤ امريکاترمينځ ٢٠١٠م کې ځنډيدلي سټريټجک مذاکرات به افغانستان څخه ٢٠١٤م کې دبهرنو پوځيانو دوتلو په نظر کې نيولو سره دفرورۍ په مياشت کې بيا پيل کيږي.
ښاغلي سرتاج عزيز په سينيټ کې دخارجه تگلارې اؤ په ځانگړې توگه دډرون حملو، امريکا ته دپاکستاني وزيراعظم دسفر اؤ په راتلونکي کال کې افغانستان کې دامريکائي پوځيانو په شمير کې دممکنه کمي داغيزو په اړه دروان بحث دراغونډولو په ترڅ کې وويل دشپږو څخه څلورو هاغو کاري ډلو چې دسټريټجک مذاکراتو څخه دمخه ورته ليدنه کول وؤ، دمخه يې ليدلي دي.
دواشنگټن اؤ اسلام اباد ترمينځ سټريټجک مذاکرات لاهور کې امريکائي سي ائي اى سره تړلي ديو تن ريمنډ ډيوس لخوا ددوؤ پاکستاني ځوانانو دوژلو، په سلاله چيک پوسټ دنيټو فضائي حمله اؤ ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دامريکائي ځانگړو ځواکونو دخفيه عملياتو څخه وروستو ځنډيدلي وؤ.
سرتاج عزيز ادعا وکړه چې حکومت په لمړي ځل دډرون حملو په معامله يو واضحه دريځ خپل کړى اؤ په دغه اړه يې دپاکستاني قام انديښنې امريکا ته څرگندې کړي.
هغه ايوان خبر کړو چې ملگري ملتونه به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دطاقت داستعمال په اړه ډير زر يو قرارداد منظور کړي چې ورسره به دډرون حملو په اړه دپاکستان دريځ مضبوط شي.
هغه وويل دپاکستان دخارجه تگلارې لمړۍ ترجيح گاونډي هيوادونو سره پرامنه اړيکې ساتل دي.
دخارجه چارو صلاح کار دعوه وکړه چې دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف اؤ افغان صدر حامد کرزي ترمينځ ددريوؤ ليدنو څخه وروستو په افغانستان کې دپاکستان ضد جذباتو کې دپام وړ کمى راغلى اؤ په پاک افغان پوله دنقل وحرکت دڅارنې لپاره يو نوى نظام تيارولى شي.
په دوحه کې دامريکا اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو په اړه هغه وويل پاکستان په دغه عمل کې اسانتيا ورکړې وه ، خو دهغه داطلاعاتو ترمخه دغه عمل تالاترغه شوى اؤ مخ په وړاندې به نۀ ځي
XS
SM
MD
LG