لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د افغانستان کورنو چارو کې به لاسوهنه نۀ کوي


Ambassador Masood Khan
Ambassador Masood Khan
پاکستان وئيلي افغانستان کې د زړۀ ا اخلاصه د سولې پلوي دي اؤ د افغانستان په کورنو چارو کې لاسوهنه نۀ کوي خو بايد کوم بل هيواد هم ددغه هيواد کورنو چارو کې لاسوهنه ونۀ کړي.
په ملگرو ملتونو کې دپاکستان سفير مسعود خان دنهې په ورځ دملگرو ملتونو امنتي شورا ته دوينا په مهال افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي دعمل په اړه داسلام اباد دملاتړ په تکرارولو سره وئيلي دي بايد دا خبره باوري کړل شي چې افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو دوتلو سره کومه امنيتي خلا پيدا نۀ شي.
دافغانستان په صورتحال دمباحثې په مهال پاکستاني سفير وويل دا خبره مهمه ده چې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان اؤ په سيمه کې دثبات لپاره انتظامات برابر شي.
هغه وويل (افغانستان کې) باوري ټاکنې به په امن اؤ ثبات اغيزه ولري اؤ زياته يې کړه چې داړونده امنيتي ستونزو هوارى به په لمړو پړاؤنو کې راويستل وي.
مسعود خان افغانستان کې په ټولو ډلو دامن هڅو دملاتړ غږ وکړو اؤ وې وئيل دا خبره دارزښت وړ ده چې دتشدد تباه کوونکى چکر وتمبول شي
هغه وويل پاکستان به دکوم اړخ ټاکنه يا په افغان چارو کې مداخلت نۀ کوي اؤ بايد کوم بل هيواد هم دغسې ونۀ کړي.
مسعود خان وويل پاکستان به دجوړجاړي دعمل دبرقراره ساتلو لپاره دخپله اړخه پوره پوره هڅې کوي اؤ افغان حکومت سره دطالبانو دخبرو اترو ملاتړ کوي.
هغه وويل په لوړه کچه زمونږ قيادت دصلاح الدين رباني په مشرۍ دامن لپاره دهڅې کوونکې امنيتي شورا سره په رابطه کې دى.
نوموړي زياته کړه پاکستان دافغانستان په اقتصادي بحالۍ کې هم مرسته کوي اؤ په دغه اړه يې دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف له لوري دمرستې دشوي اعلان يادونه وکړه.
هغه وويل پاکستان اؤ افغانستان پخپلو کې کلکې اړيکې لري اؤ زياته يې کړه چې يو خوشحاله افغانستان دپاکستان په گټه دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG