لاس رسیدونکی لینک

کرمه ايجنسي : چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


دگل په ورځ هم دپيښور دبډه بيرې په شيخ محمدي سيمه کې دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو درې عسکر وژل شوي وؤ.
پيښور- راپورونه وائي دنهې په ورځ قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ اؤ دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې دوه کسان وژل شوي اؤ ديو پوليس عسکر پشمول درې کسان ژوبل شوي دي.
راپورونه وائي دکرمې ايجنسۍ په پيواړ نومې سيمه کې يو گاډى دمائن سره ټکر شوى چې له امله يې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
په يوه بله پيښه کې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په کوهاټ روډ دپوليسو په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې چې پکې يو پوليس عسکر ژوبل شوى اؤ گاډي ته په جزوي توگه زيان رسيدلى دى.
دگل په ورځ هم دپيښور دبډه بيرې په شيخ محمدي سيمه کې دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو درې عسکر وژل شوي وؤ.
XS
SM
MD
LG