لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا طالبانو سره دمذاکراتو پريکړه


 دوزيراعظم په مشرۍ غونډه کې فيصله شوې چې دترهه گرۍ ختمولو لپاره به نورې لارې چارې دوروستي اپشن په توگه استعمالولى شي.
دوزيراعظم په مشرۍ غونډه کې فيصله شوې چې دترهه گرۍ ختمولو لپاره به نورې لارې چارې دوروستي اپشن په توگه استعمالولى شي.
پيښور-دپاکستان دوزيراعظم ميا محمد نواز شريف په مشرۍ دنهې په ورځ اسلام اباد کې دکابينې دقومي سلامتۍ په اړه دکميټۍ غونډه کې هيواد څخه دترهه گرۍ دختمولو لپاره دلمړي اپشن په توگه طالبانو سره دمذاکراتو کولو فيصله کړې ده.
دکابينې دسلامتۍ کميټۍ طالبانو سره دمذاکراتو دلارې خپلولو دغه پريکړه په داسې حال کې کړې ده چې سږکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دطالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو پاکستاني طالبانو حکومت سره دهررقم خبرو اترو کولو څخه انکار کړى اؤ دخپل مشر دوژنې دانتقام اخستو دړکه يې کړې ده.
دوزيراعظم په مشرۍ غونډه کې فيصله شوې چې دترهه گرۍ ختمولو لپاره به نورې لارې چارې دوروستي اپشن په توگه استعمالولى شي.
دکابينې کميټۍ افغانستان سره داړيکو دښه کولو پريکړه هم کړې ده.
هيله کيږي په دغه مهال موقع به دقومي سلامتۍ دتگلارې منظوري ورکړل شي.
دغه غونډه کې دقومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز، دکورنو چارووزير چوهدري نثار علي خان، ددفاع وزير خواجه اصف، داطلاعاتو وزير پرويز رشيد اؤ نورو وفاقي وزيرانو ترڅنگ دوزيراعظم ځانگړي مرستيال طارق فاطمي، خارجه سکتر جليل عباس جيلاني ،دوسله والو پوځونو، دائي ايس ائي اؤ انټلي جنس بيورو مشرانو اؤ گډو ځواکونو دکميټې مشر هم گډون کړى.
دسرچينو وينا ده غونډې ته ډائريکټر جنرل ملټري اپريشن دهيواد دداخلي امنيتي صورتحال په اړه حال احوال تير کړى دى.
سرچينې زياتوي غونډې ته په سرحدي صورتحال اؤ ځانگړې توگه کشمير کې په لا ئن اف کنټرول اؤ پاک افغان پولې په وضعيت بريفنگ ورکړل شوى دى.
سرچينې دا هم وائي چې ددغه غونډې په مهال دافغانستان په صورتحال هم خبرې اترې شوي دي..
داخله سيکرټري اؤډائريکټر جنرل ائي ايس ائي دغونډې برخه والو ته په کورني امنيتي صورتحال اؤ کراچۍ کې دورانکارو په ضد په روانو عملياتو اؤ ددغو عملياتو په نتيجه کې دامنيت دټينگښت لپاره په لاسته راوړل شوؤ کاميابو حال احوال تير کړى دى.
داخله سيکرټري دغونډې برخه وال دتجويز کړل شوې قومي سلامتۍ دتگلارې دځانگړو نکتو څخه خبر کړي ، کومه چې به وروستو دمنظورۍ لپاره وفاقي کابينې ته وړاندې کولى شي.
هيله کيږي غونډه کې به دقومي سلامتۍ دتگلارې دنوې مسودې منظوري ورکړل شي.
له دې وړاندې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف سره ليدنه وکړه اؤ هغه سره يې دقومي سلامتۍ په چارو خبرې اترې وکړې.
پاکستان ته دپيښو ترهه گرو اؤ تندلاريتوب دستونزو دمخنيوي لپاره يوه نوې تگلاره جوړه کړل شوې ده اؤ دتير اتوار په ورځ وفاقي داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي وؤ چې ډير زر به دکابينې څخه دمنظورۍ وروستو ددغه تگلارې اعلان وکړل شي.
سږکال دجون په مياشت کې داقتدار سمبالولو وروستو دنواز شريف حکومت هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره څو کرته ديوې جامع امنيتي تگلارې دمتعارف کولو اعلان کړى ، خو په دغه اړه تر دې مهاله کوم کلک پرمختگ نۀ دى شوى.
حکومت دستمبر په مياشت کې دټولو سياسي گوندونو سره په مشورو تندلارو سره دمذاکراتو په شروع کولو هم اتفاق کړى ؤ، خو دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون يوه حمله کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو پاکستاني طالبانو حکومت سره دمذاکراتو څخه انکار کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG