لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيوډ کيمرون افغانستان کې دبرطانوي مشن دختميدو اعلان کړى


په افغانستان کې موجوده وخت کې پينځه زره اؤ دوه سوه پوځيان ميشته دي اؤ دکال په پيل کې ددغو عسکرو شميره نهه زره وه، په دغه هيواد کې ٤٤٦ برطانوي عسکر وژل شوي هم دي.
په افغانستان کې موجوده وخت کې پينځه زره اؤ دوه سوه پوځيان ميشته دي اؤ دکال په پيل کې ددغو عسکرو شميره نهه زره وه، په دغه هيواد کې ٤٤٦ برطانوي عسکر وژل شوي هم دي.
پيښور- دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون، چې دگل په ورځ دافغانستان جنوبي ولايت هلمند ته په يو ناڅاپي سفر رسيدلى ، وئيلي دي افغانستان کې دبرطانيې مشن پايې ته رسيدلى اؤ اوس دپوځيانو هيواد ته دستنيدو وخت دى.
دکرسمس څخه دمخه په هلمند کې دکيمپ بيشن دسفر په مهال کيمرون په دې خبره ټينگار کړى چې دراتلونکي کال تر اخرې به افغانستان کې برطانوي پوځيان نۀ ايساريږي، که په تندلاريتوب کې زياتوالى هم وشي.
هغه وويل چې برطانيې په افغانستان کې دخپلې برخې څخه زيات کردار لوبولى .
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دغه پوځيان دخپل مشن دمکملولو سره هيواد ته ستنيږي؟ برطانوي وزيراعظم وويل هو اؤ زياته يې کړه چې فکر کوي دغه عسکر په هسکه غړۍ هيواد ته تللى شي.
په افغانستان کې موجوده وخت کې پينځه زره اؤ دوه سوه پوځيان ميشته دي اؤ دکال په پيل کې ددغو عسکرو شميره نهه زره وه، په دغه هيواد کې ٤٤٦ برطانوي عسکر وژل شوي هم دي.
سکائي نيوز سره خبرو کې ډيوډ کيمرون وويل مونږ به دعسکرو دويستو په اړه په ټاکل شوي پلان عمل درامد کوؤ اؤ زياته کړه ما په ٢٠١٠م کې وئيلي وؤ چې د٢٠١٤م څخه وروستو به افغانستان کې يو برطانوي عسکر هم په جنگي کردار کې افغانستان کې نۀ وي اؤ مونږ به هم دغسې کوؤ
هغه وويل مونږ دا هيواد ځانله نۀ پريږدو، مونږ به په مستقبل کې افغان پوځ اؤ پوليسو سره مالي مرستې کوؤ
دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ ددوه اړخيزه امنيتي تړون په اړه کيمرون منټر وويل زۀ باور لرم چې دغه تړون به لاسليک شي
امنيتي تړون ته په اشارې کولو سره هغه وويل دا په واضحه توگه دافغانستان په گټه دى، دا دامريکا اؤ نيټو په گټه دى اؤ زۀ باوري يم چې دمباحثو وروستو به دغه تړون لاسليک شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG