لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک افغان پولې ترڅنگ سيند کې په روانه کشتۍ ډرون حمله


پاکستان کې ځينو د ميډيا رسنيو دعوه کړې ده چې د ډرون دغه بريد دپاکستان لوري ته د خيبرايجنسۍ په حد کې شوى دى چې پکې پينځۀ کسان مړۀ شوي دي.
پاکستان کې ځينو د ميډيا رسنيو دعوه کړې ده چې د ډرون دغه بريد دپاکستان لوري ته د خيبرايجنسۍ په حد کې شوى دى چې پکې پينځۀ کسان مړۀ شوي دي.
پيښور- دخالي په ورځ دپاکستان اؤ افغانستان د گډې پولې ترڅنگ په بهيدونکي سيند کې په روانه يوه کشتۍ د بې پائيلوټه امريکايي الوتکې په يو ميزائيلي بريد کې د مرگ ژوبلې په هکله متضادې دعوې شوي دي.
پاکستان کې ځينو د ميډيا رسنيو دعوه کړې ده چې د ډرون دغه بريد دپاکستان لوري ته د خيبرايجنسۍ په حد کې شوى دى چې پکې پينځۀ کسان مړۀ شوي دي.
خو دافغانستان څڅه امنيتي سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي د ډرون الوتکې لخوا دکابل سيند کې په روانه کشتۍ دغه بريد د افغانستان دننگرهار ولايت د لعلپورې اولسوالۍ په مچ ميږي سيمه کې شوى چې پکې يواځې څلور کسان ژوبل شوي دي.
په رسمي توگه افغاني اؤ پاکستاني چارواکو ددغو متضادو دعوؤ په هکله تر دې مهاله خپل نظر نۀ دى څرگند کړى .
دميډيا ځينې راپورونه وايي په دغه ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه پينځۀ کسان وژل شوي خو ددغو وژل شوؤ کسانو هويت تر دې دمه نۀ دى روښانه کړل شوى.
دافغانستان څڅه امنيتي سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي چې د ډرون لخوا دافغانستان په حد کې سيند کې په روانه کشتۍ ترسره شوي بريد کې يواځې څلور کسان ژوبل شوي چې دوه د لنډي کوتل اؤ دوه د پيښور هسپتالونو ته د علاج دپاره وړل شوي دي.
په کومه سيمه کې چې دغه ميزائيلي بريد ترسره شوى هغه د پاکستان دخيبرايجنسۍ د لويې شلمان سيمې سره ډيره نزدې ده چې له دې امله پيښه کې زخمي شوي دوه کسان هم په سمدستي ډول دخيبر ايجنسۍ دلنډيکوتل هسپتال ته رسؤل شوي دي.
په دغه ډرون بريد کې پيښور ته علاج دپاره د رسؤل شوؤ دوؤ زخميانو په هکله چې کله وائس اف امريکا ډيوه راډيو د پيښور د جرنيلي يا ليډي ريډنگ هسپتال د وياند جميل شاه څخه پوښتنه وکړه نو هغه وويل تر دې مهاله داسې کومه اطلاع په لاس کې نۀ لري چې گنې د ډرون په بريد کې ژوبل شوي کسان دپيښور کوم روغتون يا هسپتال ته رسول شوي دي.
د ډرون په دغه اوسني بريد کې د څلورو کسانو د ژوبل کيدو دعوې پخپل ځايې خو څيړونکي په دې نظر دي چې له دې وړاندې دپاکستان په خاوره کې د ډرون لخوا څومره ميزائيل هم داغل شوي هغه پخپل هدف لگيدلي اؤ زيات امکان دا دى چې اوسنى بريد هم سيند کې په روانه کشتۍ شوى وي نو ميزائيل به ارو مرو په هدف لگيدلى وي اؤ پکې به د ناستو کسانو د ژوبل کيدو پځايې د وژل کيدو امکانات سيوا وي.
له دې وړاندې هم دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان پشمول دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دغه رقم دډرون بريدونه ترسره شوي چې پکې دالقاعده اؤپاکستاني طالبانو دلوړپوړو مشرانو پشمول په سلگونو کسان وژل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG