لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعبدالقادر ملا دتيزندي کولو وروستو بنگله ديش کې دتشدد څخه ډک احتجاج


دپاکستان په بيلابيلو ښارونو کې هم د جمعې د نمونځ څخه وروستو د جماعت اسلامي فعالين سړکونو ته وتلي اؤ د عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد يې کوټلى احتجاج کړى دى.
دپاکستان په بيلابيلو ښارونو کې هم د جمعې د نمونځ څخه وروستو د جماعت اسلامي فعالين سړکونو ته وتلي اؤ د عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد يې کوټلى احتجاج کړى دى.
١٩٧١ء کې پاکستان څخه دازادۍ ترسرلاسه کولو دجگړې په مهال په جنگي جرمونو کې دککړتيا په تور بنگله ديش کې دجماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا دتيزندي کولو په ضد دتشدد څخه ډک احتجاج روان دى اؤ مظاهرينو کاروباري مرکزونو اؤ ودانو ته زيان رسولى دى.
دپاکستان په بيلابيلو ښارونو کې هم د جمعې د نمونځ څخه وروستو د جماعت اسلامي فعالين سړکونو ته وتلي اؤ د عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد يې کوټلى احتجاج کړى دى.
دچارواکو ترمخه عبدالقادر ملا دزيارت په شپه ١١ بجې تيزندي کړل شوى اؤ له دې وړاندې سپريم کورټ دهغه په سزا دنظرثانۍ درخواست رد کړى ؤ.
دهغه دتيزندي کولو څخه وروستوبنگله ديش کې پيل شوؤ دتشدد څخه ډکو مظاهرو کې په اکثرو ځائيونو کې دپوليسو اؤ مظاهرينو ترمينځ نښتې هم شوي چې پکې ددوؤ کسانو دوژل کيدو اطلاع ترلاسه شوې ده.
راپورونه وائي پايتخت کې صورتحال تاؤژن دى اؤ سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
دعبدالقادر ملا گوند جماعت اسلامي داتوار په ورځ ټول هيواد کې دهړتال اعلان کړى دى.
عبدالقادر ملا ته په هيواد کې جوړې يوې ځانگړې محکمې په ١٩٧١ء کې پاکستان څخه دازادۍ دجنگ په مهال دجنگي جرمونو په تور کې دعمري بند سزا اورولې وه، کومه چې وروستو دمرگ په سزا بدله شوه.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG