لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبراؤ صوابۍ کې دپوليوپه ډلو حملې، دعسکرو پشمول درې کسان وژل شوي


دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.
دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.
پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه اؤ قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دپوليو دمخنيوي ډلو ته په امنيت ورکوونکو پوليس عسکرو نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې له امله يې درې عسکر وژل شوي دي.
دمقامي پوليسو ترمخه دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.
ددغو ډزو له امله يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ دوهم ژوبل شوى اؤ هغه دعلاج لپاره دصوابۍ هسپتال ته رسول شوي اؤ دغلته يې دزخمونو تاب نۀ دى راوړى اؤ ساه يې ورکړې.
دمقامي پوليسو يو چارواکي محمد سجاد ددغه پيښې په خبريالانو ته وئيلي دي چې دواړو عسکرو ته په سيمه کې دروان پوليو ويکسينيشن دکمپائن دتحفظ ذمه واري سپارل شوې وه.
ددغو عسکرو سره دجون دمياشتې څخه پاکستان کې دپوليو دمهم سره دتړلو کسانو دمړو شميره ٢٦ؤ ته رسيدلې ده.
دبريد وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دشکمنو بريدکوونکو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي.
په يوه بله پيښه کې دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو دپوليو په يوه ډله ډزې کړي چې له امله يې دپوليو يو کارکوونکى وژل شوى دى.
بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
له دې وړاندې هم دخيبرپښتونخوا په صوابۍ، مردان، پيښور اؤ نورو سيمو کې دنامعلومو وسله والو لخوا دپوليو په ډلو بريدونه شوي چې پکې گڼ شمير کسان وژل شوي اؤ دپوليو په ډلو دمخ په زياتيدونکو حملو په نظر کې نيولو سره دپاکستان حکومت دغو ډلو ته دحفاظت لپاره پوليس عسکر ورکړي دي.
په ٣٠م نومبر هم دپيښور په بډهـ بيره سيمه کې وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډله حمله کړې وه اؤ يو پوليس عسکر يې وژلى ؤ.
پاکستان کې دپوليو په ډلو ددغسې حملو په وجه څو ځله دغه مهم دځنډ ښکار شوى اؤ په سلگونو ماشومان دپوليو دناروغۍ دمخنيوي دڅاڅکو څخه محرومه پاتې کيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG