لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د امنيتي تړون په اړه يې افغانستان د فشار لاندې نۀ دى نيولى


ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دامريکا اؤ پاکستان اړکې په ښه لوري روانې دي اؤ امريکا پاکستان ته د پوځي مرستو د بندولو گواښ نه دى کړى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دامريکا اؤ پاکستان اړکې په ښه لوري روانې دي اؤ امريکا پاکستان ته د پوځي مرستو د بندولو گواښ نه دى کړى.
پيښور- د بهرنيو چارو د پاره دپاکستان د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وايي امريکا سره د امنيتي تړون په اړه پاکستان په افغانستان هيڅ رقم دباؤ نه دى اچولى ، افغانستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ خپلې پريکړې پخپله کوي.
د زيارت په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې خبريالانو ته ښاغلي عزيز وئيلي دي پاکستان افغانستان کې دامن پلوي دى اؤ په دې پوهيږي چې کۀ افغانستان يو ځل بيا د خانه جنگۍ غيږې ته پريوتو نو دا به د پاکستان دپاره هم ډيره نقصاني وي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دامريکا اؤ پاکستان اړکې په ښه لوري روانې دي اؤ امريکا پاکستان ته د پوځي مرستو د بندولو گواښ نه دى کړى.
خيبرپښتونخوا کې د ناټو د سپلايۍ د مخې نيول کيدو په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې د بهرنيو چارو مشاور وويل افغانستان کې دناټو د ځواکونه دپاره د پاکستان د ځمکنۍ لارې څخه د چمن په لاره روانه اؤ دناټو د سپلايۍ په اړه د امريکا کوم قانون په پاکستان نۀ لاگو کيږي.
هغه وويل دپاکستان لخوا په امريکا د ډرون بريدونو اودرؤلو د فشار راوړو څخه وروستو دپاکستان په خاوره ډرون حملې تر ډيره حده کمې شوي دي خو پاکستان هڅه کوي چې ددغو بريدونو مخه په مکمل ډول ونيول شي.
هغه وويل تر کال امريکايي ډرون الوتکو د پاکستان په قبائيلي سمو پنځوس حملې کړې وې اؤ سږکال د شوؤ حملو شميره شل ده خو مونږ ته دغه کمه شميره هم منظور نه ده.
هغه وويل پاکستان وخت دسره دريځ لري چې ډرون بريدونه دترهگرۍ په ضد جگړه کې گټور نۀ بلکې نقصاني ثابتيږي ځکه چې په دې کې د بيگناه خلکو د وژل کيدو سره انتهاخوښي وده مومي.
په پاکستان کې د مرگ دسزا په هکله ديوې پوښتنې ځواب کې د بهرنو چارو مشاور وويل د مرگ په سزا قدغن برقراره دى اؤ اروپايي اتحاديې ته مو وئيلي دي چې د مرگ دسزا په هکله قانون باندې نظرثاني نه شو کولى
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG