لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي پاکستان افغانستان کې دپرامنه بدلون پلوي دى


نواز شريف وويل پاکستان خپلو ملگرو هيوادونو سره دتجارت، سرمايه کارۍ، انرژۍ، انفراسټرکچر، کرکيلې اؤ نورو څانگو کې مرستې پراخولو ته ليواله دى.
نواز شريف وويل پاکستان خپلو ملگرو هيوادونو سره دتجارت، سرمايه کارۍ، انرژۍ، انفراسټرکچر، کرکيلې اؤ نورو څانگو کې مرستې پراخولو ته ليواله دى.
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دشورو په ورځ دسيمې دسياسي صورتحال په اړه وئيلي دي ، په داسې حال کې چې افغانستان کې صورتحال يو مهم پړاؤ ته ننوځي پاکستان پخپل دغه گاونډي هيواد کې دپرامنه بدلون په ملاتړ کولو ژمن دى.
وزيراعظم هاؤس کې دډپلوماټانو يوې ډلې لپاره دورکړل شوې ميلمستيا په مهال خپلو څرگندونو کې نواز شريف وويل پاکستان خپلو ملگرو هيوادونو سره دتجارت، سرمايه کارۍ، انرژۍ، انفراسټرکچر، کرکيلې اؤ نورو څانگو کې مرستې پراخولو ته ليواله دى.
په دغه موقع ښاغلي شريف کابل ته دخپل اوسني سفر اؤ په مهمو چارو دغلته دخيالاتو دتبادلې يادونه وکړه اؤ وې وئيل په دغو خبرو اترو کې دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي عمل هم شامل ؤ.
وزيراعظم وويل پاکستان دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب څخه دځان خلاصولو پخه اراده لري اؤ زياته يې کړه چې ددغه ستونزې نوعيت پيچيده دى اؤ دتيرو درې لسيزو په واقعاتو کې جرړي لري اؤ نړيوال، سيمه ييز اؤ مقامي اړخونه لري.
هغه وويل مونږ باور لرو چې ددې چيلنجونو دمقابلې تر ټولو غوره لاره درايې ملي اتفاق دى ، کوم چې مونږ دټول گونديز کانفرنس اؤ پارليماني قراردادونو دمنظورولو پشمول دبيلا بيلو فورمونو په ذريعه پيدا کوؤ.
وروستو دارجنټينيا سفير ايچ اي راډولفو مارټن سراويه پخپله وينا کې وويل ديو جمهوري نظام څخه بل ته داقتدار منتقلي دپاکستان لپاره يوه کاميابي ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG