لاس رسیدونکی لینک

جنوبي افريقه : دنيلسن منډيلا ياد کې زرگونه کسان راټول شوي


دنړيوال شهرت دغه ٩٥ کلن عظيم مشر دزيارت په ورځ ساه ورکړې وه اؤ جنوبي افريقه به په ١٥م دسمبر دهيواد ددغه لمړي تورستي صدر خاورو ته دسپارلو رسومات په سرکاري توگه ترسره کوي.
دجنوبي افريقې ښار جوهانسبرگ کې دنهې په ورځ د جنوبي افريقې د پخواني صدر او هيواد کې د نسلي تعصب خلاف مبارزه کونکي لارښود نيلسن مينډيلا په ياد کې جوړيدونکو ددعاگانو دستورو کې دنړيوالو مشرانو پشمول په زرگونو خلک گډون کوي.
دنړيوال شهرت دغه ٩٥ کلن عظيم مشر دزيارت په ورځ ساه ورکړې وه اؤ جنوبي افريقه به په ١٥م دسمبر دهيواد ددغه لمړي تورستي صدر خاورو ته دسپارلو رسومات په سرکاري توگه ترسره کوي.
دنهې په سحر دپينځوؤ بجو راهسې په يخ موسم اؤ دباران موسم کې په زرگونو خلک دغه دستوره کې دگډون کولو لپاره دجوهانسبرگ دفوټبال اسټيډيم څخه بهر په قطار کې ولاړ دي.
په ډاگه دې وي چې دغلته په ٢٠١٠م کې دفټ بال دنړيوال کپ اخري ميچ لوبول شوى ؤ اؤ هم دغلته ښاغلي منډيلا افريقه کې دترسره شوي لمړي نړيوال کپ په اختتامي دستوره کې گډون کړى ؤ، په دغه موقع سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
جنوبي افريقه وائي په دغه دستوره کې د٨٠ؤ څخه زيات رياستي اؤ حکومتي مشران ، دشاهي کورنو استازي اؤ لوړپوړي حکومتي شخصيات گډون کوي.
په دغه يادگاري دستوره کې دخپلو خيالاتو څرگندونکو کې دامريکا صدر براک اوباما اؤ دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل اؤ نور گډون کوي.
دصدر اوباما ترڅنگ په امريکائي هيټ کې لمړۍ ميرمن مشيل اوباما، پخواني امريکائي صدران جارج ډبليو بُش، بل کلنټن اؤ جمي کارټر شامل دي.
جارج ايچ ډبليو بُش يواځينى ژوندى پخوانى امريکائي صدر دى چې په دغه دستوره کې گډون نۀ کوي، دهغه وياند وائي چې ٨٩ کلن بُش داوږد سفر جوگه نۀ دى.
XS
SM
MD
LG