لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان قومي اسمبلۍ دډرون حملو په ضد قرارداد منظور کړى


 دغه قرارداد دجماعت اسلامي دقومي اسمبلۍ غړې نعيمه کشور وړاندې کړى اؤ ايوان په متفقه توگه منظوري ورکړې ده.
دغه قرارداد دجماعت اسلامي دقومي اسمبلۍ غړې نعيمه کشور وړاندې کړى اؤ ايوان په متفقه توگه منظوري ورکړې ده.
پيښور- دپاکستان قومي اسمبلۍ دنهې په ورځ هيواد کې دترسره کيدونکو ډرون حملو په ضد يو متفقه قرارداد منظور کړى اؤ په حکومت يې ددغو بريدونو داودرولو غږ کړى دى.
په متفقه توگه منظوري کړل شوي دغه قرارداد کې وئيل شوي دي چې ډرون حملې دهيواد دخپلواکۍ په ضد دي اؤ بايد په فوري ډول اودرول شي.
په پاکستان کې له دې وړاندې هم قامي اؤ صوبايي اسمبليو د ډرون بريدونو په ضد دغسې قراردادونه منظور کړي دي خو دا موجوده قرارداد په داسې حال کې منظور کړل شوى چې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دواکمن گوند تحريک انصاف له لوري هيواد کې دترسره کيدونکو ډرون حملو په ضد احتجاجاً دنيټو دسامان وړونکو گاډو لاره نيولې ده.
لۀ دې وړاندې د امريکا ددفاع وزير چک هيگل پاکستاني مشرانو ته خبردارى ورکړى که افغانستان څخه دپوځي سازوسامان دويستو دعمل داودرولو لپاره روان احتجاجونه يې ونۀ درول نو په واشنگټن کې به اسلام اباد ته دبلينونو ډالرو دامدادي پروگرام لپاره سياسي ملاتړ برقراره ساتل گران شي.
دغه قرارداد دجماعت اسلامي دقومي اسمبلۍ غړې نعيمه کشور وړاندې کړى اؤ ايوان په متفقه توگه منظوري ورکړې ده.
د نهې په ورځ دپاکستان دقامي اسمبلۍ څخه په منظور شوي قرارداد کې زياته کړل شوې ده چې ډرون حملې نۀ يواځې دا چې دهيواد دسالميت په ضد دي، بلکې دا دملگرو ملتونو دچارټر اؤ بشري حقونو سخته خلاف ورزي هم ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG