لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ کې په درې مياشتو کې ۱۰۴۰۲ کسان نيول شوي دي


پوليس د سرکاريي شمېرې ترمخه کراچۍ ښار کې د درې مياشتو په هدفي عملياتو کې ټول ۱۰۴۰۲ کسان نيول شوي دي او دغه کسان په مختلفو جرمونو ککړ دي
د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښا رکراچۍ کې د تېرو درې مياشتو راهسې د وران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري . د روان کال د ستمبر د مياشتې په وړومبۍ ليسزه کې پېل شوؤ عملياتو کې د دسمبر د پنځمې نېټې پورې د لسو زرو نه زيات کسان نيول شوي دي .
د پوليس د سرکاريي شمېرې ترمخه کراچۍ ښار کې د درې مياشتو په هدفي عملياتو کې ټول ۱۰۴۰۲ کسان نيول شوي دي او دغه کسان په مختلفو جرمونو ککړ دي . د پوليس د شمېرې ترمخه په نيول شوؤ کسانو کې ۳۶۰۶ اشتهاري مفروران ، اود وژنو په پېښو کې ککړ ۲۵۴ ملزمان شامل دي .
دغه رنگ په عملياتو کې د سياسي او مذهبي ډلو سره تړاؤ لرونکي ۴۳۳ کسان هم نيول شوي دي .
د پوليسو په وينا کراچۍ کې د عملياتو په مهال په درې مياشتو کې ۴۶۸ کسان وژل شوي ، تېرکال کې په دغه موده کې ۶۹۲ کسان وژل شوي وو.
د کراچۍ د پوليسو مشرشاهد حيات وايې کراچۍ کې په هدفي عملياتو ته دوام ورکوي او هغه گڼې چې د عملياتو سره ښار کې د امنيت وضع ښه شوې ده . مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي وئيلي د عملياتو په مهال د کومې ستونځې سره نه دي مخ ، خو سياسي ډلې دې پوليس سره مرسته وکړي . او په سياسي ډلو کې چې کوم جرائم پېشه شامل دي ، دغه پارټۍ دې خپله دا کسان پوليس ته حواله کړي .
د وزيراعلي سره په وروستي ميټنگ کې مونږ دغه خبره کړی وه او وزيراعلي وئيلي وو چې د دغو کسانو فهرست دې جوړ کړی شي . مونږ به سياسي پارټو ته اووايو او هغوي به يې حواله کړي ، او کنه سياسي پارټۍ دې بيا د دغو خلکو نه لاس واخلي پوليس به يې په ضد عمليات وکړي .
د پوليس د سرچينو ترمخه تر اوسه پورې په ترسره عملياتو کې د اېم کيو اېم سره تړاؤ لرونکي ۲۶۹ د عوامي نېشنل گوند ۶۱ ، د پيپلزامن کمېټۍ ۴۴ ، د پيپلزپارټۍ ۲۷ او جعفريه الائنس ۴ غړي نيول شوي دي .
پوليس چارواکي وايې ، عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان ۷۴ ، د گېنگ وار ۱۴۳ او ۱۰۱ قلنگ اخيستونکي هم گرفتار کړی شوي دي . او د ۲۷۲۲ په شمېره کې د مختلفو قيسمونو وسله او په غټه کچه بارود هم پوليسو په چهاپو کې ترلاسه کړي دي .
ښار کې د هدفي عملياتو ترڅنگ وخت په وخت د فرقه ايزه نښتو سره د وژنو پېښې رامنځته کيږي .
خو پوليس چارواکي وايې ځينې وران کاري د دغو پېښو په شا لاس لري او ښار کې فرقه ايزه نښتې جوړوي . خو د دوي خلاف عمليات روان دي .
کراچۍ کې په روانو هدفي عملياتو کې سوداگر تر يو حده ځان مطمئن گڼي ، خو د عوامي نېشنل گوند مشران وايې ، د عملياتو ترڅنگ د دوي غړي په هدف کيږي او د امنيت مسله ورته پېښه ده . دغه رنگ د اېم کيو اېم لخوا نيوکې کيږي چې عملياتو کې گڼ شمېر بې گناه کسان نيول شوي دي .
XS
SM
MD
LG