لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وايي په امنيتي تړون به امريکائي فشار هيڅ نتيجه ورکړي


دافغانستان صدر حامد کرزى دريځ لري چې دلويې جرگې لخوا دتائيدولو باوجود هم په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به راتلونکي کال کې افغانستان کې دترسره کيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.
دافغانستان صدر حامد کرزى دريځ لري چې دلويې جرگې لخوا دتائيدولو باوجود هم په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به راتلونکي کال کې افغانستان کې دترسره کيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.
پيښور- دافغانستان دصدر حامد کرزي وياند ايمل فيضي تور لگولى دى چې دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ ددوه اړخيزه امنيتي تړون ترسره کولو لپاره امريکا دصدر کرزي دانتظاميې په غړو دفشار اچولو هڅه کوي.
پخپل يو بيان کې ايمل فيضي وئيلي دي چې په دې کې شک نشته چې په افغان حکومت کې شامل ځينې عناصر دامريکا له لوري دفشار سره مخ کيږي، خو دا به هيڅ لاسته راوړنه ونۀ لري
هغه زياته کړې ده که په واشنگټن کې دا خيال وي چې گنې په کابل کې ځينې عناصر صدر کرزى دکوم فشار په وړاندې په ماتې مجبورولى شي ، نو دا يوه سخته تيروتنه ده
ديو بهرني خبري اژانس ترمخه په کابل کې دامريکائي سفارت خانې وياند رابرټ هيلټن که هر څو په دغه اړه کوم ردعمل نۀ دى ښودلى خو دهغه وينا ده چې امريکا په دغه دستاويز زر تر زره لاسليک کول ددواړو هيوادونو په گټه گڼي.
دشورو په ورځ دافغانستان صدر حامد کرزي په برسلز کې دنيټو دغونډې په مهال دامريکا دخارجه وزير جان کيري دهاغو څرگندونو په ضد سخت غبرگون ښودلى ؤ چې وئيلي يې وؤ دصدر کرزي پځايې دافغانستان ددفاع وزير بسم الله خان محمدي په دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کولى شي.
امريکا ټينگار کوي د٢٠١٤م څخه وروستو افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ القاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دمرستې لپاره افغانستان کې دامريکائي پوځيانو دپاتې کيدو په غرض دسږکال تر اخره دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کول ضروري دي.
خو دافغانستان صدر حامد کرزى دريځ لري چې دلويې جرگې لخوا دتائيدولو باوجود هم په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به راتلونکي کال کې افغانستان کې دترسره کيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG