لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد:حکومت ١٤ بې درکه کسان عدالت ته وړاندې کړي


په پاکستان کې د تيرې څه مودې راهسې د هاغو بې درکو کسانو کورنيو سخت احتجاج پيل کړى د چا په هکله چې گمان کيږي د پاکستان خفيه ايجنسو پورته کړي اؤ د محکمې څخه پشي شا يې پخپلو زندانونو کې ساتلي دي
پيښور- دپاکستان د سترې محکمې له لوري تيره ورځ ددفاع وزير خواجه محمد اصف ته دبې درکه شوؤ ٣٥ؤ کسانو د جملې څخه د١٤ؤ کسانو عدالت ته دوړاندې کولو دشوي حکم سره سم دپاکستان حکومت دخالي په ورځ دغه کسان سپريم کورټ ته وړاندې کړي دي.
دجمعې په ورځ دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسپريم کورټ يو درې کسيز بينچ دبې درکه شوؤ کسانو په اړه ديوې مقدمې داوريدنې په مهال د١٤ؤ کسانو دخالي اؤ پاتې نهو کسانو ددسمبر په ٩مه نيټه عدالت ته دوړاندې کولو حکم کړى ؤ.
دخالي په ورځ حکومت ١٤ مخ پټي کسان په دوؤ ګاډو کې عدالت ته بوتللي اؤ دغلته دجسټس امير هاني مسلم په کمره کې ددغو کسانو څخه دپيژندګلو په اړه دهغوي دخپلو خپلوانو په وړاندې تپوس پوښتنې شوي دي.
ددفاع دوزارت دچارواکو په درخواست محکمې دهاغو دوؤ ګاډو عدالت ته دننه پريښودو اجازت ورکړو چې پکې دغه بې درکه کسان راوستل شوي وؤ.
له دې وړاندې ددفاع وزير خواجه اصف ددغو ١٤ؤ کسانو نومونه نۀ وؤ په ډاګه کړي خو وئيلي يې وؤ چې دهغوي څخه اووۀ کسان خپل ازادانه ژوند کوي اؤ دعدالت په خواهش څه وخت هم پيش کړل کيدى شي.
په پاکستان کې د تيرې څه مودې راهسې د هاغو بې درکو کسانو کورنيو سخت احتجاج پيل کړى د چا په هکله چې گمان کيږي د پاکستان خفيه ايجنسو پورته کړي اؤ د محکمې څخه پشي شا يې پخپلو زندانونو کې ساتلي دي.
دپاکستان ستره محکمه پرله پسې ددغو بې درکه کسانو محکمې ته د وړاندې کولو امر کوي اؤ تر دې مهاله يې گڼ شمير اړونده چارواکي ددغو کسانو دبې درکۍ د سپيناوي دپاره محکمې ته راغوښتي دي خو محکمې کله هم ددغو چارواکو په دريځ قناعت نه دى ښکاره کړى
XS
SM
MD
LG