لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان کې بلدياتي انتخاباتو دپاره ووټونه اچول کيږي


دپينځۀ زره اؤ اتۀ سوه رايې اچونو دمرکزونو لپاره درې ديرش زره دپولنگ عمله تعينات کړل شوې ده.
پيښور-دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دبلدياتي ټاکنو لپاره د ووټونو ورکولو عمل دخالي په سحر پيل شوى،کوم چې به دماښام تر پينځوؤ بجو پرته له کومې دمې جاري وي.
بلوچستان کې دبلدياتي انتخاباتو لپاره درايې اچولو مرکزونو، بيلټ پيپرو اؤ امنيتي انتظاماتو ته غوڅ شکل ورکړل شوى اؤ درايې اچولو ټول سامان په سختو امنيتي تدابيرو کې تر پولنگ سټيشنو رسول شوى.
درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه کې دخالي په ورځ دبلدياتي انتخاباتو په موقع بيلتون خوښو تنظيمونو دبائيکاټ اؤ هړتال اعلان کړى دى.
دپاکستان داليکشن کميشن سيکرټري اشتياق احمد وئيلي دي چې ددغو ټاکنو په موقع څلور زره اؤ شپږو سوؤ حلقو کې ١٨ زره کانديدان برخه اخلي اؤ دصوبې د ٣٢ؤ ضلعو ته شپږ ملينه بيلټ پيپرې ليږل شوي دي.
هغه دا هم وئيلي چې دپينځۀ زره اؤ اتۀ سوه رايې اچونو دمرکزونو لپاره درې ديرش زره دپولنگ عمله تعينات کړل شوې ده.
دپولنگ سټيشنو دننه اؤ خواؤشا کې په حساسو ځائيونو دپوځ، فرنټئير کور، بلوچستان کانسټيبلري، پوليس، ليويز فورس څلور پنځوس زره عسکر ځايې پځايې کړل شوي دي.
همدغه راز دکومې ممکنه بدې پيِښې مخنيوي لپاره دپوځ پنځه زره عسکر چمتو کړل شوي اؤ دحساسو سيمو څارنه دهيلي کاپټرو څخه کولى شي
دچارواکو لخوا درايې ورکولو دعمل په مهال دسختو امنيتي تدابيرو دنيولو باوجود په قلعه عبدالله سيمه کې ددوؤ ډلو ترمينځ يوه نښته کې خواؤشا پينځه کسان ژوبل شوي اؤ په هرنائي کې دپولنگ دنۀ پيل کيدو له امله ديوې سياسي پارټۍ کارکوونکو احتجاج کړى دى.
له دې وړاندې صوبائي حکومت دخالي په ورځ دعامې رخصتۍ اعلان کړى اؤ دبلدياتي انتخاباتو په موقع دسختو امنيتي تدابيرو دبرخې په توگه ددفعه ١٤٤ لاندې صوبه کې تر ١٠م دسمبر پورې دموټرسائيکل په غبرگه سورلۍ پابندي لگول شوې.
XS
SM
MD
LG