لاس رسیدونکی لینک

سپريم کورټ د١٤ؤ بې درکه کسانو عدالت ته دوړاندې کولو حکم کړى


بينچ دبې درکه شوؤ کسانو په اړه ددفاع دوزير لخوا په وړاندې کړل شوي راپور دبې اطمينانۍ څرگندونه کړې ده
يپښور-دپاکستان سترې محکمې دجمعې په ورځ ددفاع وزير خواجه اصف ته دبې درکه ٣٥ؤ کسانو څخه د١٤ؤ سبا اؤ دپاتې ٩ؤ کسانو ددسمبر په ٩مه نيټه عدالت ته دوړاندې کولو حکم کړى دى.
دجمعې په ورځ دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دبې درکه شوؤ کسانو په اړه ددفاع دوزير لخوا په وړاندې کړل شوي راپور دبې اطمينانۍ څرگندونه کړې ده..
ددغه راپور ترمخه اووۀ کسان خوشې کړل شوي، دوه نور مړۀ شوي اؤ دوه کسان په زندانونو کې ساتل شوي
راپور وائي دپاتې کسانو څخه درې په قبائيلي سيمه وزيرستان کې دي، يو بل هيواد پريښودى اؤ سعودي عرب ته تللى اؤ اتۀ دپولې پورې غاړې افغانستان ته اوښتي دي.
راپور کې وئيل شوي دي چې داوؤ کسانو اته پته تر دې مهاله نۀ ده لگيدلې.
کله چې ددفاع دوزيرڅخه دياسين شاه په نوم ديو تن دحالت په اړه وپوښتل شول نو هغه په ځواب کې وويل دهغه تفصيلات هم نامعلوم دي.
له دې وړاندې په روانه اوونۍ کې عدالت ته دپينځوؤ بې درکه کسانو په اړه معلومات ورکړل شوي وؤ، چې ترمخه يې دوه کسان پخپل مرگ مړۀ شوي دي.
خواجه اصف محکمې ته وئيلي دي دوسله والو پوځونو په بند کې يو بې درکه تن هم نشته، چې ددې په ځواب کې چيف جسټس وويل پوځ ته دبې درکه کسانو دسپارلو ثبوت موجود دى.
چيف جسټس وپوښتل څنگه هاغه پينځه ديرش کسان چې دپوځ لخوا پورته کړل شوي وؤ خوارۀ وارۀ شوي دي.
هغه وويل عدالت ته ورکړل شوي معلومات يواځې اندازې دي اؤ دټولو بې درکه کسانو عدالت ته دوړاندې کولو حکم يې وکړو.
چيف جسټس زياته کړه دپاکستان دائين سره سم يو تن هم عدالت ته دوړاندې کيدو څخه پرته په بند کې نۀ شي ساتل کيدى.
هغه وپوښتل په ملاکنډ ډويژن کې دکوم قانون لاندې زندان جوړ کړل شوى ؤ اؤ زياته يې کړه چې دغلته کوم حراستي مرکز نۀ شي جوړول کيدى.
جسټس افتخار دورکو شوؤ کسانو څخه دخوشې کړل شوؤ اوؤ کسانو پشمول د١٤ؤ اؤ دهاغو اوؤ کسانو چې دهغوي په اړه تفصيلات موجود نۀ دي، يا په کوم حراستي مرکز کې ساتل شوي ، دخالي په ورځ نهه نيمې بجې دجسټس امير هاني چيمبر کې دوړاندې کولو هدايت وکړو.
هغه وويل چې ددغو څوارلسو کسانو اؤ په بند کې دمړو شوؤ کسانو دکورنۍ غړي دې هم وړاندې کړل شي.
جسټس افتخار دبينچ په وړاندې دبيانونو ريکارډ کولو لپاره هاغه پوځي افسران هم وغوښتل چې ٣٥ کسان يې دځان سره بوتللي وؤ..
په ملاکنډ کې دحراستي مرکز سپرنټډنټ عطاء الله هم داړونده ټول ريکارډ سره دعدالت په وړاندې غوښتل شوى.
عدالت دکيس اوريدنه د٩م دسمبر پورې وځنډوله اؤ وې وئيل چې په ياده شوې ورځ به په دغه معامله فيصله اورولى شي.
XS
SM
MD
LG