لاس رسیدونکی لینک

ملاله يوسفزئ د ملگرو ملتونو د بشري حقونو جائزه هم وگټله


دملگرو ملتونو د انساني حقونو دغه جائزه هر پينځۀ کاله وروستو ورکول کيږي اؤ په وروستي ځل دغه جائزه د امريکا پخواني صدر جمي کارټر ته ورکړل شوې وه.
پيښور-دجينکو دتعليم دپاره غږ پورته کوونکې پاکستانۍ طالبعلمې ملاله يوسفزئ د ملگرو ملتونو لخوا د راتلونکو پينځوؤ کلونو دپاره ورکړى کيدونکې "دبشري حقونو کال ٢٠١٣" جائزه هم گټلې ده.
دملگرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ترمخه دملاله يوسفزئ لپاره د بشري حقونو ايوارډ نۀ يواځې دانساني حقونو په حواله پخپله د ملاله يوسفزئ خدماتو ته په نړيوال کچ درناوى ورکول دي بلکې په ټوله نړۍ کې چې څوک هم د بشري حقونو دپاره مبارزه کوي هغوئ ته يو واضحه پيغام دى نړيواله ورورولي د انساني حقونو دپاره په مبارزه بوختو خلکو ته د قدر په سترگه گوري.
دملگرو ملتونو د انساني حقونو دغه جائزه هر پينځۀ کاله وروستو ورکول کيږي اؤ په وروستي ځل دغه جائزه د امريکا پخواني صدر جمي کارټر ته ورکړل شوې وه.
ملاله يوسفزئ ته دغه جائزه په لسم دسمبر نيويارک کې د ملگرو ملتونو د نړيوالې ورځې په مهال ورکول کيږي.
ملاله يوسفزئ هغه تنکۍ پاکستانۍ طالبعلمه ده چې تيرکال دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې وسله والو طالبانو يواځې له دې امله په سر په گولۍ ويشتلې وه چې ولې د جينکو د تعليم دپاره غږ پورته کوي.
وروستو هغه په ژوبل حالت کې د علاج دپاره د برطانيې برمنگهم هسپتال ته وړل شوې وه اؤ اوس د رغيدو څخه وروستو هم په برطانيه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي
XS
SM
MD
LG