لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: قاتلانه بريد کې مذهبي مشر مولانا شمس الرحمان وژل شوى دى


تر دې مهاله ددغه مذهبي مشر د وژنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو په پاکستان کې له دې وړاندې هم د مسلکي اختلافاتو په اساس گڼ شمير مذهبي مشران وژل شوي دي.
تر دې مهاله ددغه مذهبي مشر د وژنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو په پاکستان کې له دې وړاندې هم د مسلکي اختلافاتو په اساس گڼ شمير مذهبي مشران وژل شوي دي.
پيښور-دجمعې په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې ديوې مذهبي اهلسنت والجماعت صوبايي مشر مولانا شمس الرحمان معاويه د نامعلومو کسانو له لوري په يو قاتلانه بريد کې وژل شوى دى.
دميډيا راپورونو له مخې مولانا شمس الرحمان معاويه د لاهور په کريم پارک سيمه کې د جمعې د نمونځ ورکولو څخه وروستو دخپل ساتونکي اؤ ډرائيور سره يو ځايې کور ته روان ؤ چې په رنگ روډ سيمه کې نامعلومو وسله والو د هغه په گاډي ناتاره ډزې وکړې.
سرچينې وايي په دغو ډزو کې مولانا شمس الرحمان معاويه سخت ژوبل شو خو کله چې هسپتال ته رسؤل کيدو نو په لاره کې يې ساه ورکړه.
دپيښې څخه وروستو په گڼ شميرکې امنيتي ځواکونه د پيښې ځايې ته رسيدلي اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.
تر دې مهاله ددغه مذهبي مشر د وژنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو په پاکستان کې له دې وړاندې هم د مسلکي اختلافاتو په اساس گڼ شمير مذهبي مشران وژل شوي دي.
اهلسنت والجماعت دخپل مشر د وژنې په ضد ټول هيواد کې دسخت احتجاج اؤ دريوؤ ورځو د ماتم کولو اعلان کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG