لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د ډرون په ضد دخيبرپښتونخوا حکومت احتجاج


عوامي نيشنل پارټي وايي د تحريک انصاف حکومت چې د پښتنو سره کومې وعدې کړې وې په هغې کې د ناکامه راتلو څخه وروستو يې دناټو د سپلايۍ دمخې نيولو عمل د يوې ډرامې څخه پرته نوره هيڅ منعا نه لري.
عوامي نيشنل پارټي وايي د تحريک انصاف حکومت چې د پښتنو سره کومې وعدې کړې وې په هغې کې د ناکامه راتلو څخه وروستو يې دناټو د سپلايۍ دمخې نيولو عمل د يوې ډرامې څخه پرته نوره هيڅ منعا نه لري.

پيښور-په خيبرپښتونخوا کې واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف د تيرو يوولسو ورځو راهسې د ډرون بريدونو خلاف خپل کارکنان سړکونو ته راويستي اؤ په زوره يې دپاکستان دځمکنۍ لارې لاندې افغانستان ته د ناټو د سامانونو د رسد مخه نيولې ده.
خو پښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټي وايي د تحريک انصاف حکومت چې د پښتنو سره کومې وعدې کړې وې په هغې کې د ناکامه راتلو څخه وروستو يې دناټو د سپلايۍ دمخې نيولو عمل د يوې ډرامې څخه پرته نوره هيڅ منعا نه لري.
د زيارت په ورځ د خيبر پښتونخوا صوبې د وزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ کې د تحريک انصاف د صوبايي اؤ قامي اسمبلۍ گڼ غړي د پاکستان په قبائيلي سيمو دکيدونکو ډرون بريدونو په ضد پلازمينې اسلام اباد ته ورټول شوي وؤ.
په دغو احتجاج کوونکو کې د تحريک انصاف سره د تړاؤ لرونکو پارلماني غړو اؤ وزيرانو ترڅنگ خيبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند د ائتلافي گوندونو استازي هم شامل وؤ.
مظاهرينو د پښتونخوا هاؤس څخه د اسلام اباد د پارلمان ترڅنگ ډي چوک پورې يوه احتجاجي مظاهره وکړه چې مشري يې دخيبر پښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک کوله.
په ډي چوک کې دتحريک انصاف مشرانو اؤ فعالينو احتجاجي پرلتونه وغځول اؤ له هغې وروستو يې د گوند د مشرعمران خان په مشرۍ کې تر پارليمنټ هاؤس يو احتجاجي جلوس وويستو.
ددغه جلوس په مهال مظاهرينو د ډرون بريدونو اؤ امريکا په ضد شعارونه ورکول.
د پارلمان هاؤس مخې ته د جلوس برخه والو ته پخپله وينا کې د خيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک پخپله وينا کې وويل وزيراعظم نوازشريف اؤ پخواني صدر اصف زرداري ځکه د ډرون بريدونو په حواله خپلې خولې گنډلي دي چې هغوئ د خپلو گټو غم وړي خو پاکستان تحريک انصاف خپلې ټولې کشتۍ سوځولي اؤ ميدان ته راوتلى دى.
هغه وويل مرکزي حکومت ته د اقتدار په نشه کې دا احساس نشته چې د ډرون بريدونو سره مخ قبائيلي سيمې او خيبر پښتونخوا هم ددې هيواد برخه ده اؤ دلته چې په ډرون بريدونو کې زمونږ خلک د مولو اؤ گاځرو په څير پرې کيږي دهغې د مخنيوي غم هيچا سره نيشته.
ښاغلي خټک وويل کۀ چرې نن په خيبر پښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې د ډرون بريدونو مخه ونۀ نيول شوه نو سبا اسلام اباد اؤ لاهور هم ددغسې بريدونو څخه بچ نۀ شي پاتې کيدلى.
هغه وويل د پښتو په خاوره کې نن د غيرملکي لاسوهنې له امله د گډوډۍ اؤ بدامنۍ يوه داسې لړۍ پيل شوې چې زمونږ ژوند يې تباه اؤ برباد کړو، کارخانې مو ودريدلې، صنعتونو څخه مو ساه ووتله، خلک مو بې روزگاره شول اؤ گرانۍ مو ژوند عذاب کړى دى.
پرويز خټک وويل دخيبرپښتونخوا حکومت نن ددې غرض دپاره اسلام اباد کې په احتجاج کولو مجبور شوى ترڅو د مرکزي حکومت ضمير د خوبه راپاڅوي اؤ ورته ووايي چې په پردۍ جگړه کې خپل اولس مۀ تباه کوئ.
هغه وويل حکومت يې د ناټو سپلايي بنده کړې ده اؤ ترڅو چې د ډرون بريدونو مخه نۀ وي نيول شوي دغه سپلايي به بنده وي که دهغوئ حکومت هم پکې له مينځه لاړشي نو پرواه نه لري.
دغه احتجاجي مظاهرې ته دتحريک انصاف مشر اؤ پخواني کرکټر عمران خان هم وينا وکړه اؤ وئ ويل ترڅو چې د ډرون بريدونو لړۍ تم نۀ شي دتحريک انصاف کارکنان به د ناټو د سپلايې مخې ته ترهغې ديوال وي.
خو دپښتون ملت پاله گوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور د پاکستان تحريک انصاف دغه احتجاج ته فقط ديوې ډرامې په نظر گوري اؤ وايي "تحريک انصاف په اقتدار کې د راتلو نه وړاندې دخيبرپښتونخوا اولس سره ژمنه کړې وه چې دريوؤ مياشتو کې به امن ټينگوي، بې روزگاري اؤ بدعنواني به لۀ مينځه وړي خو اوس چې پوئ شول خپل دغه ژمنې نۀ شي پوره کولى نو د اولس دپام بدلؤلو دپاره يې د احتجاج ډرامه پيل کړه"
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې ښاغلي زاهد خان وويل تحريک انصاف چې دناټو دسپلايۍ مخنيوي دپاره کوم طرز عمل خپل کړى هغه په مکمل ډول غيرقانوني اؤ مجرمانه دى.
نوموړي وويل"د تحريک انصاف کارمندانو په پيښور کې د ټرکونو مخه نيولې ده اؤ ددغو ټرکونو کلينډران اؤ ډرائيوران زياتره پښتانۀ دي ، نو دوئ چې د پښتنو نه روزگار تروړي ايا دا د غربت ځپلوپښتنو سره انصاف دى؟"
هغه وويل "د ټرکونو د سازمان مشر راسره نن خبره کړې ده چې سبا به د پي ټي ايي ددغه غيرقانوني اقدام په ضد دمحکمې دروازه ډبوي ولې چې په زرگونو پښتانۀ مزدوران پي ټي ايي بې روزگاره کړل"
زاهدخان وويل "دا خو نو ښکاره غونډه گردي ده چې په زرگونو خلک سړکونو ته رااوځي د غريبو ټرک ډرائيورانو گاډي لټوي، د گاډو سيلونه ماتوي، کاغذونه ترې اخلي اؤ هغه شلوي اؤ وايي چې مونږ د ډرون مخه نيسو.
سناتور زاهد خان زياته کړه کۀ چرې تحريک انصاف په رښتيا د ډرون بريدونو مخه نيول غواړي نو پکار ده چې ددې دپاره قانوني ،سفارتي اؤ سياسي لارې اختيار کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG