لاس رسیدونکی لینک

د ايف سي مشر ميجرجنرال اعجاز شاهد ته د محکمې دسپکاوي نوټس


دپاکستان دمليشه ځواکونو مشر ميجر جنرال اعجاز شاهد
پيښور-دپاکستان سپريم کورټ دبلوچستان دبې درکه کسانو کيس کې عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو دمليشه ځواکونو( ايف سي) مشر ميجرجنرال اعجاز شاهد ته دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړى دى.
دالمړى ځل دى چې په پاکستان کې سترې محکمې يو حاضرسروس جنرال ته دمحکمې دسپکاوي نوټس ورکړى .
له دې وړاندې د لوړپورو سياسي مشرانو په گډون د ملک وزيراعظمانو ته هم دغسې نوټسونه ورکړل شوي.
دسپريم کورټ له لوري دبلوچستان دايف سي مشر يا ايي جي ميجر جنرال اعجاز شاهد ته دعدالت دسپکاوي دغه نوټس دبې درکه کسانو دمقدمې په اړه په ايف سي دلگيدلو تورونو دځواب ورکولو لپاره عدالت ته دهغه په نۀ وړاندې کيدو جاري شوى دى.
د زيارت په ورځ دبې درکه کسانو دکيس اوريدنه دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ په جسټس جواد ايس خواجه اؤ جسټس امير هاني مشتمل درې کسيز بينچ کړې ده.
دپاکستان پخوانى اټارني جنرل عرفان قادر دميجر جنرل اعجاز شاهد د وکيل په توگه عدالت ته ورسيدو اؤ وې وئيل هغه به دائي جي ايف سي په اړه خپل وکالت نامه عدالت کې جمع کوي ، خو محکمې دهغه دغه وکالت نامه په دې وئيلو سره مسترد کړه چې په دې دهغه دموکل لاسليک نشته اؤزياته يې کړه ترڅو چې ائي جي ايف سي عدالت ته وړاندې شوى نۀ وي هغه ته کومه اساني نۀ شي ورکړل کيدى.
چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وويل ائي جي ايف سي دې پخپله عدالت ته پيش شي اؤ دحکم دتعميل نۀ کولو وضاحت دې وکړي.
جسټس چوهدري وويل عدالت ائي جي ايف سي ته محکمې څو کرته دحاضريدو حکم کړى ؤ، خو هغه دعدالتي احکاماتو باوجود محکمې ته نۀ دى وړاندې شوى.
دپاکستان حکومت دزيارت په ورځ په ستره محکمه کې دبې درکه کسانو دکيس داوريدنې په مهال دبې درکو کسانو عدالت ته په وړاندې کولو کې ناکامه شوى.
داوريدنې په مهال ددفاع وزير خواجه اصف عدالت ته دخفيه اوريدنې درخواست وکړو ، ځکه چې دهغه په قول دبې درکه کسانو په اړه ټول معلومات په عدالت کې نۀ شي په ډاگه کيدى، ددې په ځواب کې چيف جسټس وويل معلومات ديو خفيه خط له لارې ورکړل کيدى شي.
ددسمبر په دريمه نيټه سپريم کورټ حکومت ته وئيلي وؤ چې ٥م دسمبر پورې دې يا خو بې درکه کسان پيش کړي اؤ يا دې دهغوي داتې پتې په اړه کوټلي معلومات ورکړل شي.
له دې وړاندې دپاکستان سترې محکمې داربونو روپو دترقياتي فنډز دجاري کولو په معامله کې هم دزيارت په ورځ دپاکستان دپخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف اؤ نورو ذمه وارانو په ضد دفوجداري قوانينو لاندې دمقدمې درج کولو حکم کړى دى.
د٥٢ؤ اربو روپو دماليت دصوابديدي فنډز دويشلو په معامله دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسپريم کورټ درې کسيز بينچ پخپله فيصله کې وئيلي دي چې د راجه پرويز اشرف دوزيراعظم په توگه داختياراتو ناجائزه استعمال کړى اؤ په دغه معامله يې دضابطو اؤ قوانينو خلاف ورزي کړي اؤ دخپلې خوښې په خلکو يې پيرزوئنې کړي دي.
عدالت پخپله فيصله کې وئيلي چاچې دغه پيسې جاري کړي اؤ چاچې ترې گټې پورته کړي دهغوي خلاف دې دفوجداري قانون لاندې کارروائي وکړل شي.
XS
SM
MD
LG