لاس رسیدونکی لینک

امريکا دپاکستان په لاره افغانستان څخه دسامانونو واپسي اودرولې


دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف کارکوونکو پاکستان کې په ترسره کيدونکو ډرون حملو احتجاجاً دسرښار پيښور په رينگ روډ افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان وړونکو گاډو لټول پيل کړي، ترڅو هغوي دنيټو لپاره سامانونه يونۀ وړل شي
پيښور- چارواکي وائي دنهې په ورځ امريکائي پوځ په پاکستان کې دکيدونکو احتجاجونو له امله دټرکونو ډرائيورانو ته دپيښو خطرو په نظر کې نيولو سره دپاکستان په ځمکنۍ لاره افغانستان څخه دسازوسامان ويستو عمل ځنډولى دى.
دامريکا له لوري دغه گام په داسې حال کې اخستل شوى چې دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف کارکوونکو پاکستان کې په ترسره کيدونکو ډرون حملو احتجاجاً دسرښار پيښور په رينگ روډ افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان وړونکو گاډو لټول پيل کړي، ترڅو هغوي دنيټو لپاره سامانونه يونۀ وړل شي.
دپينټاگون وياند مارک رائيټ پخپل يو بيان کې وئيلي دي” مونږ په رضاکارانه توگه کراچۍ څخه دتورخم دروازې پورې دځمکنو لارو دامريکائي سامان رسد اودرولى دى “
هغه اشاره ورکړې چې دامريکائي اؤ نيټو ځواکونو دپوځي سازوسامان افغانستان څخه دويستل کيدو لپاره به دغه مرکزي ځمکنۍ لاره کارول کيده ، کومه چې د٢٠١٤م تر پايې دپوځيانو دواپسۍ دپروگرام يوه برخه ده.
وياند وائي چې دغو ټرکونو ته دافغانستان په سيمو کې داودريدو اؤ انتظار کولو وينا شوې ده.
مارک رائټ وائي” مونږ هيله کوؤ چې دپاکستان په لاره به دسامان درسد لپاره دغه لاره په نزدې راتلونکي کې پرانستل شي“
ديو دفاعي چارواکي په وينا واشنگټن باور لري اسلام اباد ددغه لارې داستعمال په مکمله توگه ملاتړ کوي اؤ ډير زر به سيمه کې امنيت پځايې کړي.
. دنوم نۀ څرگندولو په شرط دغه چارواکي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې” هاغه کمپنۍ چې ورسره زمونږ تړونونه شوي، پخپله پريشانه دي، اؤ دغه احتجاج دټرکونو د ډرائيورانو لپاره خطرناک کيدى شي“
امريکا افغانستان څخه دخپل سازوسامان دمنتقلۍ لپاره دمينځنۍ ايشياء په ذريعه متبادلې لارې هم لري ، خو دغه لارې اوږدې پريوځي اؤ په استعمال يې زيات مصرفونه راځي.
دمارک رائټ وينا ده” مونږ دپاکستان په لاره دخپل سامان درسد په حق کې ځکه يو چې په دې کم مصرف راځي، مونږ دفضائي، سمندري اؤ ځمکنو لارو په ذريعه افغانستان څخه دسامان دبهر وړلو لپاره تياري کړې ده. “
هغه وئيلي دپاکستان اؤ امريکا حکومتونو په نزدې وختونو کې يو گډ بيان جاري کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ داسلام اباد اؤ واشنگټن ترڅنگ دنيټو ائتلافي هيوادونه دپاکستان په ذريعه ځمکنۍ لاره اهمه گڼي.
دامريکائي سامان تقريباً نيمه برخه دپاکستان په لاره دتورخم پولې په ذريعه وړل کيږي، اؤ نور سامانونه دالوتکو اؤ يا دبيړو اؤ الوتکو دواړو په ذريعه سيمه ييزو بندرگاهونو پورې رسولى شي.
پاکستان پخپلو سيمو کې دډرون بريدونه دملي خپلواکۍ اؤ بشري حقونو خلاف ورزي گڼي ، خو امريکائي چارواکي وائي دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.
که هر څو پاکستاني چارواکي په ظاهري توگه ددغو ډرون بريدونو غندنه کوي ، خو باور کيږي حکومت په خفيه توگه دتيرو څو کلونو په مهال په دغو بريدونو کې لږ ترلږه دځينو بريدونو ملاتړ کړى.
XS
SM
MD
LG