لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : سرتاج عزيز سره دجيمز ډوبنز ليدنه


ددغه ليدنې په مهال دواړو مشرانو په پاک امريکا اړيکو، سيمه ييز وضعيت اؤ افغانستان کې دامنيت دټينگښت په عمل غور کړى دى
دپاکستان اؤ افغاستان لپاره دامريکائي صدر ځانگړى استازى جيمز ډوبنز دپاکستان پايتخت اسلام اباد ته رسيدلى اؤ دغلته يې دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز سره په مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.
دسرچينو ترمخه دخارجه چارو لپاره دوزيراعظم مشاور سرتاج عزيز په خارجه وزارت کې دځانگړي استازي جيمز ډوبنز سره ليدنه کړې ده.
سرچينې وائي ددغه ليدنې په مهال دواړو مشرانو په پاک امريکا اړيکو، سيمه ييز وضعيت اؤ افغانستان کې دامنيت دټينگښت په عمل غور کړى دى.
سرچينې دا هم وائي چې ددغه ليدنې په مهال سرتاج عزيز امريکائي استازى پاکستان کې په ترسره کيدونکو ډرون حملو دپاکستان دانديښنو اؤ حکومتي دريځ څخه خبر کړو.
ددغه ليدنې په مهال پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن هم موجود ؤ.
په ډاگه دې وي چې تيره مياشت شمالي وزيرستان کې په امريکائي ډرون حمله کې دپاکستاني طالبانو دوژل کيدو څخه وروستو پاکستاني چارواکو دعوه کړې وه چې ددغه بريد له امله دحکومت لخوا طالبانو سره دخبرو اترو لپاره پيل کړل شوؤ هڅو ته زيان رسيدلى.
تيره مياشت دخارجه چارو په اړه دسينيټ دقائمه کميټۍ په وړاندې سرتاج عزيز ادعا کړې وه چې امريکا پاکستان ته باور ورکړى دحکومت لخوا طالبانو سره دمذاکراتو کولو په مهال به دډرون بريد نۀ ترسره کوي، خو دهغه په دغه بيان داپوزيشن گوندونو لخوا سخت غبرگون وروستو له هغې مخې ته راغلى چې يواځې يوه ورځ وروستو په ٢١ نومبر دخيبرپښتونخوا په بندوبستي سيمه هنگو کې په يوه مدرسه ډرون حمله ترسره شوه ، کومه چې دخپل نوعيت لمړۍ حمله گڼلى شي.
XS
SM
MD
LG