لاس رسیدونکی لینک

عبدالصمدخان اڅکزئ اؤ نواب اکبربگټي د بلوچستان په تعليمي نصاب کې


دبلوچستان وزيراعلي وويل” مونږ غواړو زمونږ ځوانانو ته دخپلو هاغو مشرانو په اړه معلومات وي چې دهغوي لپاره يې قربانۍ ورکړي“
پيښور- دبلوچستان حکومت دبلوڅ قام پرست مشر اکبر بگټي اؤ پښتون ملت پاله مشر خان عبدالصمد خان اچکزي پشمول دبلوڅانو اؤ نورو پښتنو مشرانو په تعليمي نصاب کې دشاملولو پريکړه کړې ده.
خان عبدالصمد خان اڅکزئ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د موجوده مشر اؤ پښتون ملت پاله سياستمدار محمود خان اڅکزي پلار ؤ چې په ٧مه جولايي ١٩٠٧ کې زيږيدلى اؤ په ٢م دسمبر وفات شوى ؤ.
هغه دپاکستان په بلوچستان صوبه کې يو نوميالى اولسي،سياسي اؤ ادبي پښتون شخصيت بلل کيدو.
اؤ دخپلو سياسي فعاليتونو له امله يې تر ډيرې مودې زندان خوړلى ؤ.
دانجمن وطن په نامه يې د يو اولسي تحريک مشري هم په غاړه لرله چې وروستو دغه تحريک د هند دکانگريس اؤ خدايي خدمتگارو له خوا په رسميت پيژندل شوى ؤ.
همدغه راز بلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر بگټي اگست ٢٠٠٦ء کې دهغو پوځي عملياتو په مهال ديوې څمسې دننه په يوه چاؤدنه کې وژل شوى ؤ چې حکم يې دهاغه وخت پوځي امر جنرال پرويز مشرف ورکړى ؤ.
اکبر بگټي دصوبائي خپلواکۍ اؤ بلوچستان په وسيلو داضافي حقونو ترلاسه کولو لپاره دوسله وال مهم مشري کړې وه اؤ په پوځي عملياتو کې دهغه دوژل کيدو وروستو بلوچستان کې سختې مظاهرې شروع شوې وې.
دخالي په ورځ دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوڅ دپاکستان دانگريزي ژبې يوې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې وئيلي دي چې دبلوچستان ځلمى کول به دمير غوث بخش بزنجو، خان شهيد عبدالصمد خان اچکزئي، نواب اکبر بگټي، مير يوسف عزيز مگسي اؤ نورو مهمو شخصياتو دسياسي هلو ځلو په اړه خبرولى شي.
هغه وويل ” مونږ خپل ځوان نسل ته دهوکه نۀ شو ورکولى“
دپاکستان په ائين کې د١٨م ترميم څخه وروستو ټولو صوبو ته پخپل تعليمي نصاب کې دبدلونونو کولو واک ورکړل شوى دى.
دپاکستان بلوچستان صوبه کې بلوڅ اؤ پښتون قام پرست مشران دډيرې مودې څخه ديادو شوؤ مشرانو دنومونو په نصاب کې دشاملولو غوښتنه کوي.
دبلوچستان وزيراعلي وويل” مونږ غواړو زمونږ ځوانانو ته دخپلو هاغو مشرانو په اړه معلومات وي چې دهغوي لپاره يې قربانۍ ورکړي“
عبدالمالک بلوڅ سپيناوى وکړو چې په سکولونو کې به دپاکستان دباني محمدعلي جناح اؤ قومي شاعر علامه اقبال په اړه هم لوستل کيږي.
هغه وويل” چاته دپريشانه کيدو ضرورت نشته، مونږ به دا خبره باوري کوؤ چې دپاکستان په جوړيدو کې دکردار ادا کوونکو ټولو مشرانو دهلو ځلو په اړه به هم معلومات ورکړل شي “
دبلوچستان حکومت په دغه اړه دوړاندې څخه تعليمي ماهرانو سره په صلاح مشورو بوخت دى.
وزيراعلي عبدالمالک وويل تر دې مهاله دجهاد په اړه دايتونو دنصاب څخه دويستلو په حواله کومه اراده نۀ لرو.
هغه وويل چې داسلامياتو په کتابونو کې څه رقم بدلون نۀ شي کولى.
XS
SM
MD
LG