لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان امن عمل خبرو لپاره کابل ته دنواز شريف لمړى سفر


پاکستان کې دميانوازشريف په مشرۍ دنوي حکومت جوړيدو راپديخوا افغان چارواکو افغانستان کې امن پځايې کولو دپاره د پاکستان هڅې ستائيلي دي
پاکستان کې دميانوازشريف په مشرۍ دنوي حکومت جوړيدو راپديخوا افغان چارواکو افغانستان کې امن پځايې کولو دپاره د پاکستان هڅې ستائيلي دي

پيښور- ټاکل شوې ده دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دخالي په ورځ افغان صدر حامد کرزي سره افغانستان کې دامنيت دټينگښت په عمل خبرو اترو لپاره په يو ورځني سفر کابل ته رسيږي.
په اقتدار کې دراتلو څخه وروستو به دا گاونډي هيواد افغانستان ته د پاکستان د وزيراعظم ميانوازشريف وړومبى سفر وي چې په داسې حال کې يې ترسره کوي دافغانستان صدر حامد کرزى امريکا سره په مجوزه امنيتي تړون د لاسليک نۀ کولو د جنجال سره مخ دى
دپاکستان دخارجه وزارت له لوري هم کابل ته دوزيراعظم نوازشريف ددغه دورې پخلى شوى دى.
تيرو ورځو کې دصلاح الدين رباني په مشرۍ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغانستان د امنيتي جرگې يو پلاوي هم دپاکستان وزيراعظم ښاغلي شريف سره په افغان امن عمل خبرې اترې کړې وې.
دافغانستان صدر حامد کرزي ٢٠١٠م کې افغان امنيتي شورا جوړه کړې وه چې مقصد يې طالبان د جنگونو څخه د روغې جوړې عمل ته راگرځول وؤ.
د روان کال په يوولسمه مئ عامو انتخاباتو کې پاکستان کې دميانوازشريف په مشرۍ دنوي حکومت جوړيدو راپديخوا افغان چارواکو افغانستان کې امن پځايې کولو دپاره د پاکستان هڅې ستائيلي دي خو له دې وړاندې به زياتره مهال افغان چارواکو پاکستان افغانستان کې په لاسوهنو تورنولو.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري تيره اوونۍ پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ وزيراعظم نواز شريف به کابل ته دخپل دغه سفر په مهال صدر حامد کرزي سره داړونده خوښۍ په چارو بحث کوي اؤ زياته کړې يې وه چې دواړه مشران به افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي په عمل بحث کوي
په افغانستان کې حکومت مخالفه طالبان دصدر حامد کرزي په مشرۍ دکابل دحکومت يا افغان امنيتي شورا سره نيغ په نيغه دخبرو اترو پيل کولو څخه انکار کوي.
افغان صدر حامدکرزي طالبانو سره دجوړجاړي په لړکې په تيره موده کې پاکستان کې دبندي طالب مشر ملا عبدالغني برادر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه چې پاکستاني چارواکو ددغه غوښتنې په اساس دعوه کړې وه چې سږکال دستمبر په مياشت کې يې ملا برادر دخپل هيواد دننه دزندان څخه خوشې کړى خو وروستو طالبانو دعوه وکړه چې ملا بردار اوس هم دپاکستاني پوځ په ولکه کې دى.
سږکال دجون په مياشت کې طالبانو سره دامن خبرو اترو شروع کولو لپاره قطر کې دطالبانو سياسي دفتر پرانستل شوى ؤ ، خو دغه دفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ ځړول شوي بيرغ افغان صدر حامد کرزي نيوکې وکړې اؤ احتجاجاً يې امريکا سره په دوه اړخيزه امنيتي تړون خبرې اترې هم اودرولې چې له دې وروستو طالبانو خپل دغه دفتر بيرته تړلى.
افغان صدر حامد کرزي اؤ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف تيره مياشت په لندن کې دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره ليدنه کړې وه اؤ په دغه مهال په سيمه ييز امنييتي صورتحال خبرې اترې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG