لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل شريف دپاکستاني پوځ مشري سمبال کړې


ښاغلي کياني دجنرال شريف په قيادت دباور څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي ورته يقين دى چې پوځ به دجنرال شريف په کمانډ کې دهيواد دښه والي اؤ تحفظ لپاره خپل کردار لوبول دوامداره ساتي.
ښاغلي کياني دجنرال شريف په قيادت دباور څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي ورته يقين دى چې پوځ به دجنرال شريف په کمانډ کې دهيواد دښه والي اؤ تحفظ لپاره خپل کردار لوبول دوامداره ساتي.
پيښور- دپاکستان دځمکني پوځ دکمان دبدلون رسمي دستوره دجمعې په ورځ دراولپينډۍ په پوځي مرکز يا جي ايچ کيو کې ترسره شوې چې پکې دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دکمانډ علامتي چوکه دپوځ نوي مشر جنرال راحيل شريف ته سپارلې ده.
ښاغلي کياني دجنرال شريف په قيادت دباور څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي ورته يقين دى چې پوځ به دجنرال شريف په کمانډ کې دهيواد دښه والي اؤ تحفظ لپاره خپل کردار لوبول دوامداره ساتي.
جي ايچ کيو کې دخپلې وينا په مهال کياني وويل دکاميابۍ په وخت کې به هغه دپوځ سره خوشحالي څرگندوي اؤ دناکامۍ په وخت کې به خفگان زما زړۀ به تل ستاسو سره وي
دهغه وينا وه نن مونږ په وياړ سره وئيلى شو چې دپاکستان پوځ دټولو داخلي اؤ خارجي خطرو لپاره تيار دى
راحيل شريف دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دشورو په ورځ دپوځ نوى مشر مقرر کړى ؤ چې له دې وروستو هغه ته دزيارت په ورځ دليفټننټ جنرل څخه دجنرل په عهده ترقي ورکړل شوې وه.
جنرال کياني دپاکستان په تاريخ کې لمړى پوځي مشر دى چې دهغه دملازمت په موده کې يو جمهوري حکومت پراختيا کړې وه اؤ هغه تر شپږو کلونو دپوځ دمشر پاتې کيدو وروستو دغه مشري يو بل مقرر شوي نوي جنرل ته سپارلې ده.
دکمان دبدلون دغه دستوره دراولپينډۍ دجي ايچ کيو ترڅنگ هاکي گراؤنډ کې ترسره شوې چې پکې دوسله والو پوځونو مشرانو، په خدماتو مامور اؤ ريټائرډ پوځي افسرانو گډون کړى.
په دغه موقع سخت امنيتي گامونه اخستل شوي وؤ اؤ دپوځ دکمان دبدلون ددستورې په لوري دغځيدلو ټولو لارو سخته څارنه روانه وه.
دکال ٢٠٠٧م دنومبر په مياشت کې هم په دغه مقام دپاکستان صدر اؤ پوځي مشر جنرال پرويز مشرف دپوځ کمان جنرال اشفاق پرويز کياني ته سپارلى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG