لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان:دډرون حمله کې درې کسان وژل شوي

دغه حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې واکمن گوند تحريک انصاف د ډرون بريدونو په ضد احتجاجاً خپل فعالين سړکونو ته راويستي اؤ په زور يې افغانستان ته دناټو د سپلايۍ مخه نيولې ده.

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې درې کسان وژل شوي
پيښور- په داسې حال کې چې دپاکستان دننه حکومتي چارواکي اؤ دحزب اختلاف ډلې هيواد کې په ترسره کيدونکو ډرون بريدونو احتجاجونه اؤ نيوکې کوي دزيارت په شپه دافغانستان دپولې ترڅنگ ددغه هيواد په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بل بريد کې لږ ترلږه درې شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
راپورونه وائي دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې څخه دغه حمله دشمالي وزيرستان دميرامشاه سره نزدې په انگار کلي کې په يو کور شوې ده.
سرچينې وائي بريد کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې ، ځکه چې دغه بريد دشپې ناوخته ١٢ بجې ترسره شوى.
سرچينې زياتوي دبريد وروستو هم تر څو ساعتو سيمه کې ډرون الوت کولو.
دغه حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې واکمن گوند تحريک انصاف د ډرون بريدونو په ضد احتجاجاً خپل فعالين سړکونو ته راويستي اؤ په زور يې افغانستان ته دناټو د سپلايۍ مخه نيولې ده.
تحريک انصاف دغه احتجاج وروستو له هغې پيل کړى چې دنومبر په ٢١مه نيټه دخيبرپښتونخوا صوبې دهنگو په ټل سيمه کې په يوه مدرسه ترسره شوي ميزائيلي بريد کې دافغان طالبانو دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک دسينئر غړو پشمول شپږ کسان وژل شوي وؤ.
خو دپاکستاني چارواکو لخوا دډرون بريدونو په ضد ردعمل کې وروستو له هغې شدت راغلى چې دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دجاسوسي الوتکې په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو مشر ووژل شو اؤ دغه چارواکو ادعا کړې چې دياد شوي بريد له امله دحکومت لخوا طالبانو سره دمذاکراتو لپاره پيل کړل شوؤ هڅو ته سخته ضربه رسيدلې.
تيره ورځ په ملگرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازي مسعود خان هم په امريکا پاکستان کې دډرون بريدونو اودرولو غږ کړى اؤ دا يې دهيواد دخپلواکۍ په ضد گڼلي وؤ.
که هر څو پاکستان دريځ لري چې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ډرون حملې دگټې پځايې تاوان راولاړوي ، خو امريکائي چارواکي دتندلاريتوب په ضد جگړه کې دغه بريدونه يوه موثره وسله گڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG