لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف وايي طالبانو سره به خبرې پرمخ وړي


وزيراعظم وويل طالبانو سره به دمذاکراتو دعمل مخ په وړاندې دبوتللو لپاره هڅې کوي، ځکه چې هم مذاکرات دامن يواځينۍ لاره ده.
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي پاکستان ته دترهه گرۍ له امله دروند زيان اوښتى ځکه هغوي غواړي طالبانو سره دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې لاړ شي.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې تاجرانو ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل طالبانو سره به دمذاکراتو دعمل مخ په وړاندې دبوتللو لپاره هڅې کوي ، ځکه چې هم مذاکرات دامن يواځينۍ لار ده.
هغه وويل دنظام اؤ ائين دماتولو له امله پاکستان مخ په وړاندې تگ نۀ دى کړى.
هغه وويل زمونږ هيواد دترهه گرۍ په غيږه کې دى اؤ نخښه يې دژوند دهرې طبقې سره تعلق لرونکي خلک جوړ شوي دي.
نواز شريف وويل دهيواد ټول سياسي قيادت په دې خبره اتفاق کړى چې دترهه گرۍ اؤ اقتصاد په ستونزو به هيڅ رقم سياست نۀ شي کولى اؤ ځکه مونږ ته هم په هاغه لاره تگ پکار دى چې په اى پي سي کې يې پريکړه شوې وه.
وزيراعظم وويل طالبانو سره به دمذاکراتو دعمل مخ په وړاندې دبوتللو لپاره هڅې کوي، ځکه چې هم مذاکرات دامن يواځينۍ لاره ده.
هغه وويل کراچۍ کې هم دبدامنۍ جوړولو هڅې روانې دي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې ډير زر به دغه ښار دنړۍ تر ټولو پرامنه اؤ پرمختللى ښار جوړ شي.
وزيراعظم وويل افغانستان اؤ هند دواړو سره ښې اؤ دوستانه اړيکې غواړو.
هغه وويل امريت ديو کور دننه هم نۀ دى قبول ، نو څنگه به په هيواد کې وزغمل شي.
نواز شريف وويل د٥٠ اؤ ٦٠ په لسيزو کې هيواد د پرمختيا په لاره په چټکتيا سره روان ؤ، خو د٧٠ په لسيزه کې دصنعتونو په قومي تحويل کې داخستو له امله دمعيشت ملا ماته شوه.
هغه وويل له دې وروستو د٩٠ په لسيزه کې هم معاشي پرمختيا کې تُندي راغله خو برقراره ونۀ ساتل شوه چې له امله يې نن هند اؤ ترکي زمونږ څخه وړاندې وتلي دي اؤ دشپږ کروړه ابادۍ لرونکي هيواد تهائي لينډ کليز برامدات هم ٢٥٥ اربه ډالر دي اؤ موجوده حکومت دهيواد دغوره والي لپاره هرممکن گامونه اخلي.
XS
SM
MD
LG