لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني د کور کمانډرانو د غونډې وروستۍ مشري کړې


دپوځ دسرلښکر په عهده تر شپږو کلونو دپاتې کيدو وروستو جنرال کياني به دجمعې په ورځ ريټائر کيږي
دپوځ دسرلښکر په عهده تر شپږو کلونو دپاتې کيدو وروستو جنرال کياني به دجمعې په ورځ ريټائر کيږي
پيښور- دجمعې په ورځ دخپلې عهدې څخه ريټائر کيدونکي دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دزيارت په ورځ دراولپينډۍ په فوځي مرکز يا جي ايچ کيو کې دکورکمانډرانو دوروستۍ غونډې مشري کړې اؤ په دغه مهال هيواد ته دپيښو داخلي اؤ خارجي چيلنجونو جاج اخستل شوى دى.
سرچينې وائي دپوځي مشرانو په دغه مهمه غونډه کې دهيواد دداخلي امنيتي چارو ترڅنگ دوسله والو پوځونو په پيشه وارانو معاملو هم غور شو ى دى.
سرچينې زياتوي غونډه کې کورکمانډرانو دپوځ رخصتيدونکي سرلښکر جنرال کياني ته دپوځ لپاره په ادا کړل شوؤ خدماتو دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي.
دپوځ دسرلښکر په عهده تر شپږو کلونو دپاتې کيدو وروستو جنرال کياني به دجمعې په ورځ ريټائر کيږي اؤ دوزيراعظم نواز شريف له لوري دستمبر په ٢٧مه نيټه نومول شوى نوى پوځي سرلښکر جنرال راحيل شريف به دپوځ مشري سمبالوي. .
ددې ترڅنگ ليفټننټ جنرال راشد محمود دگډو ځواکونو دکميټې مشر تعينات کړل شوى دى.
دجنرال خالد شميم وائين په ٧م اکتوبر دريټائر کيدو وروستو جنرال کياني دځان سره دگډو ځواکونو دکميټۍ دمشر عهده هم ساتلې وه.
دجنرال راحيل دپوځ دسرلښکر په توگه دتعينات کولو سره تر ټولو لوړپوړى پوځي افسر ليفټننټ جنرال هارون اسلم له پامه غورځول شوى اؤ جنرال اسلم دجنرال شريف دپوځ دسرلښکر دټاکل کيدو وروستو نن استعفي وړاندې کړې ده.
نوموړي خپل داستعفي خط دجي ايچ کيو څخه ددفاع وزارت ته ليږلى دى.
جي ايچ کيو کې دشوې غونډې په مهال جنرال کياني دکورکمانډرانو لخوا په ادا کړل شوؤ خدماتو دهغوي ستائينه وکړه.
سرچينې وائي جنرال کياني په دغه موقع وويل پوځ دهر چيلنج دمقابلې کولو توان لري.
سرچينې وائي دکورکمانډرانو په دغه غونډه کې دليفټننټ جنرال راحيل شريف دپوځ دسرلښکر په توگه ټاکل کيدو ته هم هرکلى ووئيلى شو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG