لاس رسیدونکی لینک

اى اين پي اختلافات، نسيم ولي خان بيا سياست پيل کړو


هغې وويل د پارټۍ په زرگونو کارکنانو ورسره رابطه کړې ده اؤ هغه نوره دپارټۍ په تباه کيدو غلې نۀ شي پاتې کيدلى.
پيښور- په پښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټۍ کې موجودو اختلافاتو نور هم شدت اختيار کړى اؤ دسناتور اعظم هوتي لخوا د پارټۍ په مشر اسفنديار ولي خان د سنگينو تورونو لگولو څخه وروستو داى اين پي پخوانۍ صوبايي مشرې اؤ د خان عبدالولي خان کونډې ميرمن نسيم ولي خان هم په اسفنديار ولي خان اؤ د هغۀ په نزدې ملگرو د بډو رشوتونو د تورونو لگولو په ترڅ کې يو ځل بيا دسياست پيل کولو اعلان کړى دى.
دشورو په ورځ پيښور پريس کلب کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې ميرمن نسيم ولي خان وويل خيبرپښتونخوا کې دعوامي نيشنل پارټۍ په تير پينځۀ کلن حکومت کې په هرڅه يو مفاد پرسته ټولي راج کولو ،نوکرۍ اؤ ټيکې يې خرڅولې اؤ دغلاگانو اؤ رشوتونو بازار يې گرم ساتلى ؤ.
خو دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان وايي کۀ نسيم ولي خان سره د خپلو تورونو په اړه ثبوت وي نو بايد هغه محکمې ته لاړه شي اؤ خپل تورونه ثابت کړي.
ميرمن نسيم ولي خان تور ولگولو چې دعوامي نيشنل پارټۍ په حکومت کې "دخرڅون ترټولو لويې جمع بازار" د وزيراعلي په کور اؤ دفتر کې لگيدلى ؤ اؤ په دغه موده کې نظرياتي اؤ مخلص کارکنان په بشپړ ډول دنظره غورځول شوي وؤ.
هغې وويل د پارټۍ په زرگونو کارکنانو ورسره رابطه کړې ده اؤ هغه نوره دپارټۍ په تباه کيدو غلې نۀ شي پاتې کيدلى.
ميرمن نسيم ولي خان وويل د پارټۍ ټولو مرورو نظرياتي اؤ نظر انداز کړل شوؤ کارکنانو سره به رابطې کوي اؤ د هغوئ په راټولولو به يوځل بيا دعوامي نيشنل پارټۍ واک د مفاد پرستو څخه اخلي اؤ نظرياتي کارکنانو ته به يې ورکوي
نوموړې وويل په دغه لړکې به ډير زر د پارټۍ يوه لويه جرگه راوغواړي اؤ هغې کې به دگوند بيا دسره په منظم کولو غور اؤ بحث پيل کړل شي.
خو هغې سپينه کړه چې کۀ پارټي بيا دسره منظم کولى شي نو په هغې کې به اسفنديارولي خان،اعظم هوتي ،حيدر هوتي اؤ نور هاغه خلک نه پريښودل کيږي څوک چې د تورونو لاندې راغلي اؤ له امله يې پارټۍ ته نقصان رسيدلى دى.
هغې وويل د باچاخان اؤ ولي خان پارټۍ ټول عمر باتوري کړې ده اؤ په سختو حالاتو کې يې هم ميدان نه دى پريښودى خو د اسفنديار ولي خان چې يو بريد وشو نو ترشپږو کالو په گوټونو کې پټيدو اؤ دخپل پلار نيکۀ دباتورۍ روايت يې پځايې ونۀ ساتل شو.
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان دميرمن نسيم ولي خان ددغو تورونو په اړه وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل اسفنديار ولي خان دپښتنو هاغه ليډر دى چې هرپښتون ورته پخپل زړۀ کې کور ورکړى دى اؤ هيڅوک پخپلو بې اساسه تورونو د هغۀ شخصيت ته نقصان نۀ شي رسولى.
هغه وويل که چرې ميرمن نسيم سره په اسفنديار ولي خان اؤ د پارټۍ په نورو مشرانو دلگول شوؤ تورونو ثبوت وي نو هغه دې محکمې ته لاړه شي اؤ خپل تورونه دې ثابت کړي.
نوموړي وويل ميرمن نسيم ولي خان تر دې دمه دپارټۍ دغړيتوب فارم هم نه دى جمع کړى نو هغه څنگه حق لري چې د پارټۍ جرگه راوغواړي اؤ په هغې کې د گوند دمشرتوب فيصلې وکړي؟
زاهد خان داهم وويل چې له دې وړاندې اعظم خان هوتي د کورنو اختلافاتو په اساس په اسفنديار ولي تورونه لگوي وؤ اؤ پارټۍ د ډسپلن څخه په سرغړونې کولو د هغه غړيتوب ختم کړى دى اوس چې ميرمن نسيم هم دپارټۍ دائين خلاف ورزي کړې ده نو دپارټۍ ائين به ارومرو دهغې په ضد حرکت کې راځي.
له دې وړاندې د ميرمن نسيم ولي خان ورور اؤ د صوبې دپخواني وزيراعلي پلار سناتور اعظم خان هوتي هم په اسفنديار ولي خان الزام لگولى ؤ چې امريکا باندې پښتانۀ په ډالرو خرڅ کړي وؤ چې ددغه تورونو په اساس پارټۍ د هغۀ غړيتوب ختم کړى دى
XS
SM
MD
LG